هند د سولې هر ډول هڅو کې د افغان حکومت ګډون غواړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ځانګړي پلاوي دې وروستیو ورځو کې تر شپږو ورځو له طالب استازو سره قطر کې خبرې درلودې.

په سیمه کې د افغانستان تر ټولو ډېر نږدې متحد هند د افغان سولې لپاره پر روانو هڅو شک لري او خبرداری ورکوي چې د افغانستان د سولې او له دغه هېواد د بهرنیو ځواکونو د ویستلو په چاره کې دې له بې صبري نه بلکې له فکره کار واخیستل شي.

په همدې تړاو د افغان سولې په اړه د تازه پرمختګونو په غبرګون کې د هندي رسنیو د راپور له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند راجش کومار ویلي په افغانستان کې د سولې لپاره هر ډول هڅې باید د افغانانو په واک او د افغان حکومت په ګډون ترسره شي.

* د سولې خبرې؛ خلیلزاد ۶ ورځو کې ولې یو ټوېټ هم نشي کولی؟

* خلیلزاد: که طالبان سوله نه کوي امریکا هم ور سره جنګېږي

په افغانستان کې د سولې په تړاو په کور دننه او بهر د روانو هڅو په اړه داسې مهال پوښتنې رامخ ته کیږي چې امریکایي لوری له طالبانو سره د خبرو پایلې ته خوښ دی او د سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد ویلي دا تاریخي فرصت دې نه ضایع کیږي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ظاهرا د دغو هڅو پایلو ته خوښ ښکاري هغه پرون پر ټویټر یوه پيغام کې ویلي، که څه هم افغانستان کې جګړه روانه ده، خو افغانان په دې نه ختمېدونکې جګړه کې د سولې غوښتنه لري.

هغه زیاته کړې ژر به ووینو، چې خبرې کامیابېږي که نه؟

د اشرف غني نیوکې

د انځور حقوق ARG
Image caption اشرف غني وايي، سوله غواړي خو په تدبیر سره.

خو د سولې په تړاو د ښاغلي خلیلزاد له وروستیو څرګندونو وروسته چې ویلي یې دي د سولې لپاره اجماع ته اړتیا ده او طالبان ځکه له حکومت خبرې نه کوي چې اوسنی حکومت نامشروع بولي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني تند غبرګون وښود او ټینګار یې وکړ چې افغانان په بېړه سوله نه بلکې تل پاتې سوله غواړي.

ښاغلي غني د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې منل له ګندمک تړون سره ورته وباله.

د وخت پاچا امیر محمد یعقوب خان د انګریزانو له خوا اړ کړل شو چې د کندمګ تړون لاسلیک کړي او په دې سره له پيښور وروسته د افغانستان ډیر برخې د هغه وخت د دولت له لاسه ووتلې.

ښاغلي غني طالبان وننګول چې ودې ښيي چې د سولې او جګړې په برخه کې خپل واک لري.

په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د شپږو ورځنیو خبرو په پایله کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په وینا د سولې د خبرو لپاره پر یوه اډانه هوکړه شوې.

خو ده ویلي قطر کې یې له طالبانو سره په هیڅ خبره هم موافقه نه ده کړي او تر هغه چې د اوربند او له حکومت سره د طالبانو د خبرو په ګډون ټولې مسالې نه وي هوارې شوې هیڅ ډول موافقه کېدونکې نه ده.

ورته مطالب