ورځپاڼو ته کتنه: د امریکا ولسمشر ته د اشرف غني لیک او وړاندیزونه

د انځور حقوق Getty Images

نیویارک ټایمز ورځپاڼې له هغه لیک پرده پورته کړې چې وايي افغان ولسمشر محمد اشرف غني امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ ته وړمه ورځ استولی او پکې یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د لګښتونو او شمیر کمولو په اړه وړاندیزونه کړي دي.

ورځپاڼه لیکي درې چارواکو ورته دا تایید کړې ده چې دغسې یو لیک استول شوی.

یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي چې د ورځپاڼې د ادعا له مخې دا لیک یې لیدلی له نوم پرته ویلي افغان ولسمشر له خپلو همکارانو په دې اړه چې څنګه د بهرنیو ځواکونو لګښت را کم کړي او څه ډول یې شمېر لږ شي اوږدې خبرې کړې:

"په دې سلا مشورو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پخواني امریکایي قوماندان جنرال جان نیکولسن هم برخه لرله".

دغه چارواکي ویلي په دې لیک کې غوښتنه شوې چې دواړه لوري کارډلې وټاکي چې د امریکايي ځواکونو لګښتونه څنګه کمېدی شي او څنګه شوني ده چې د ځواکونو شمیر داسې یوې کچې ته کم کړل شي چې ډیر اغیزمن وي.

ورځپاڼه لیکي دا چارواکي وايي د افغان ولسمشر په لیک کې د وړاندیزونو له مخې په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو لګښت په کال کې دوه ملیارده ډالره کمېدی شي او د ځواکونو شمیر تر درې زرو ټیټیدی شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا غواړي تر اوو زرو سرتېري له افغانستان وباسي.

امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د افغان سولې او له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وېستلو په تړاو یو مطلب خپور کړی چې سر لیک یې دی"په افغانستان کې د سولې په چاره کې بیړه مه کوي".

د دې مطلب لیکوال جیمز ډابنز- چې پخوا یې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي دنده ترسره کړې ده- وايي له افغانستان له وخت وړاندې د ځواکونو ویستل دایمې روغې جوړې ته رسیدل ناممکنوي.

ښاغلی ډابنز زیاتوي ویل کیږي چې امریکا له طالبانو سره په دې جوړه کړې چې خپل ځواکونه به له افغانستان په دې شرط وباسي چې طالبان له حکومت سره خبرې وکړي او له جګړې لاس واخلي.

خو دی وايي که طالبان دا غوښتنې ومني نو پایله به یې سوله او روغه جوړه نه وي بلکې یوازې د خبرو ممکنه پیل به یې نتیجه وي.

خو د ښاغلي ډابنز په نظر امریکا له ۲۰۱۰ کال راهیسې د همداسې یوې جوړې په لټه کې ده، هغه جوړه چې که وشي کومه لویه لاسته راوړنه نه شي بلل کیدی.

د بهرنیو ځواکونو پر اېستلو ګډ کار

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو د قطر دفتر یوه غړي ویلي له ټولو افغان لورو سره د بهرنیو ځواکونو پر اېستلو ګډ کار کول غواړي.

برتانوۍ ډیلي میل ورځپاڼه په قطر کې د طالبانو د دفتر د یوه غړي سهیل شاهین د تازه څرګندونو په اړه خپاره شوي راپور کې وايي، د هغه له څرګندونو داسې ښکاري چې طالبان غواړي له ټولو افغان خواوو سره- چې شاید افغان حکومت هم پکې شامل وي- د بهرنیو ځواکونو د وېستلو لپاره ګډ کار وکړي.

سعودي ګزیټ ورځپاڼې خپله سرمقاله د افغان سولې لپاره هڅو ته ځانګړې کړې او لیکي چې په قطر کې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ خبرې داسې ښکاري چې د ولسمشر اشرف غني د حکومت پرضد وي داسې حکومت چې له ډیرو ناخوالو سره لاس او ګریوان دی.

ورځپاڼه لیکي په دې خبرو کې طالبان د بریا احساس کوي او فکر کوي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ لکه د سوریې په څېر له افغانستان ځواکونه وباسي.

خو ورځپاڼه خبرداری ور کوي که بهرنۍ ځواکونه ووځي نو ښايي طالبان په زور واک ونیسي او بیا د هغوی مخالفان- لکه اوس چې دوی دي- د تېر په څیر غرو ته وخېږي او په افغانستان کې د جګړو دا لړۍ به همداسې دوام وکړي.