''۲۴ کلونو کې به د افغانستان نفوس دوه برابره شي''

کابل د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، راتلونکو ۲۴ کلونو کې به د افغانستان نفوس شمېر دوه برابره شي. د وزارت تازه شمېرې ښيي چې همدا اوس دغه هېواد کې د نفوسو شمېر هر کاله دوه نیم سلنه ډېرېږي.

چارواکي وايي، که په اوسنۍ کچه د نفوسو شمېر ډېریږي، راتلونکي حکومتونه به نه شي کولای خلکو ته د خدمتومنو او فرصتونو لپاره دومره سرچینې پیدا کړې، چې بسنه ورته وکړي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو په وینا له سلو افغان کورنیو یوازې شلو یې د ماشومان زېږېدو تر منځ واټن موضوع ته پام کړی دی.

روغتیا وزارت چارواکي وايي، تېرو اتو کلونو کې د کورنیو تنظیم برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی، خو په وینا یې دوی تمه کوي، چې د دغسې کورنیو شمېر به راتلونکو دوو کلونو کې ۳۰ سلنې ته پورته شي، چې د اولادونو زېږد تر منځ واټن او د کورنۍ تظیم موضوع ته پام کوي.

"افغانستان کې د کورنۍ منځنی شمېر ۷ ته لوړ شوی"

م. م افغانستان کې د بې وزلۍ او خوارځواکۍ حالت خواشينوونکی دی

ماهرین وايي، افغان مېندې نړۍ کې تر ټولو ډېر یانې په اوسط ډول پنځه یا شپږ ماشومان زېږوي، خو چارواکي بیا هیله من دي چې اوس دې برخه کې حالت بدلېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شمېرو له مخې د افغانستان د ۴۷ سلنه اوسېدونکو عمرونه له پنځلس کلنۍ او ۱۶ سلنه یې له پنځو کلونو کم عمره دي.

د شمېرو له مخې د افغانستان د ۴۷ سلنه اوسېدونکو عمرونه له پنځلس کلنۍ او ۱۶ سلنه یې له پنځو کلونو کم عمره دي.

د روغتیا وزارت خبرداری ورکوي که د وګړو ډېرېدو مخنیوی و نه شي، تر راتلونکو نژدې دوه نیمو لسیزو به د دې هېواد د اوسېدونکو شمېره د اوس پرتله دوه برابره ډېر شي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز کابل کې د کورنۍ تنظیم په نامه یوې غونډې ته وویل، که دې برخې ته توجه و نه شي، حکومت به و نه شي کړای خلکو ته د اړتیا وړ خدمتونه او فرصتونه چمتو کړي:

''تر ۲۰۴۰ کال پورې به د افغانانو شمېر دوه برابره شي، یانې له ۳۰ میلیونو به ۶۰ میلیونو ته ورسېږي. داسې یوه هېواد کې چې د مرستو سرچینې یې لږ وي، شپیته میلیونه خلکو ته به روغتیايي، ښوونیزو او نورو برخو کې خدمتونه ګرانه چاره وي. ''

د اقتصادي حالت ښه کېدل، د مور او ماشوم مړینې کچه کمېدل، په ښوونیزه او ټولنیزه برخه کې د ماشومانو پرمختګ د کورنیو تنظیم ښېګړې یاديږي.

افغان حکومت د دې لپاره د عامه پوهاوي ډېرېدل اسانه لار بولي او روغتیا وزارت له مرستندویانو او نورو ادارو غواړي چې د عامه پوهاوي ډېرولو برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

د انځور حقوق ARG

اړونده مطالب