اسټراليا کې د افغان لوبغاړو د پناه غوښتنه

اسټراليا کې د افغان لوبغاړو د پناه غوښتنه

د افغانستان هغه ډله معلول لوبغاړي چې د اېنوېکټس یا د معلولانو سیالیو کې د برخې اخیستو لپاره اسټرالیا ته تللي وو، بېرته نه دي ستانه شوي.

دوی چې شمېر یې ۱۶ ته رسېده اوس یې د پنا غوښتنې کړې دي او وايي که بېرته هېواد ستانه شي، ژوند یې په خطر کې دی.

د افغانانو ترڅنګ د ځینو نورو هېوادونو لسګونه لوبغاړي هم بېرته خپل هېوادونو ته نه دي ستانه شوي.