د مسکو د غونډې پر لومړۍ ورځ څه وویل شول؟

کرزی د انځور حقوق AFGHAN HERALD
Image caption پخواني ولسمشر حامد کرزي غونډې ته وینا وکړه

د روسیې پلازمېنې مسکو کې د افغان طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو، پخوانيو حکومتي چارواکو او فعالانو ترمنځ په افغانستان کې د سولې په تړاو دوه ورځنۍ ناسته د سه شنبې پر ورځ پیل شوه. پر لومړۍ ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي شېر محمد عباس ستانکزي، یونس قانوني او ځینو نورو کسانو ویناوې وکړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا ناسته دوی نه ده جوړه کړې، او نه یې هم کوربتوب کوي.

د ناستې ګډونوال او رسنۍ وایي، دا ناسته په روسیه کې د مېشتو افغانان په نوښت پیل شوې.

د سه شنبې ورځې د رسمي ناستې پیل کې په روسیه کې د افغان سولې او ثبات د سراسري اتحادیې مشر محمد نادر شاه ورغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه.

ورپسې پخواني ولسمشر حامد کرزي خپله وینا وکړه. نوموړي وویل، ډېر خوښ دی چې د افغانستان د یوه اوسېدونکي په توګه په دې ناسته کې ګډون کوي.

د انځور حقوق AFGHAN HERALD
Image caption د طالبانو استازي شېر محمد عباس ستانکزي وویل، اساسي قانون په اوسنۍ بڼه د منلو نه دی

نوموړي زیاته کړه، دا ډول یوه ناسته د ډېرو افغانانو د کلونو ارمان و، ځکه دې غونډه کې افغانان خپلو کې سره ناست دي او د خپل وطن د سوکالۍ هیله لري.

ښاغلي کرزي وویل، داسې یو افغانستان غواړي چې تلپاتې سوله او ثبات ولري.

نوموړي وویل، داسې یو افغانستان غواړي چې بهرنیان پکې هېڅ ډول شتون ونلري، او نه هم پکې لاسوهنه وکړي.

پخواني ولسمشر وویل، سوله د افغانانو په خپلو لاسونو کې ده، او که دوی خپله قدام وکړي نو هېڅ بهرنی پر دوی بل څه نشي ور تپلی.

ورپسې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شېر محمد ستانکزي د دې ډلې په استازیتوب اوږده وینا وکړه.

ښاغلي ستانکزي په خپلو خبرو کې ګڼ شمېر سپارښتنې او غوښتنې درلودې.

د انځور حقوق AFGHAN HERALD
Image caption په روسیه کې د افغانانو د یوې اتحادیې مشر محمد نادر شاه غونډه پرانیستله

د بېلګې په توګه نوموړي وویل، د هر ډول سولې لپاره باید د طالب چارواکو نومونه له "تور لېسته" و ایستل شي، د دوی بندیان دې ازاد شي، طالبانو ته دې د سولې د خبرو لپاره د سیاسي دفتر پرانیستلو زمینه برابره شي، د دې ډلې پر ضد د ځینو کړیو منفي تبلیغات دې بند کړل شي، پر افغانستان د بهرنیانو اشغال دې پای ته ورسېږي او یو اسلامي نظام دې رامنځته شي.

ښاغلي ستانکزي د افغانستان اوسنی قانون ناسم وباله او ټینګار یې وکړ چې دا قانون په اوسنۍ بڼه دوی ته د منلو نه دی.

هغه ټینګار وکړ چې طالبان یوازې واک نه غواړي، او د ګاونډیو هېوادونو په چارو کې د هر ډول لاسوهنې خلاف دي.

نوموړي د کوکنارو د کښت او د ملکي تلفاتو د ډېرېدو پړه پر افغان حکومت او بهرنیانو ور واچوله، او سپیناوی یې وکړ چې دوی د افغان ښځو لپاره د هغو ټولو حقونو غوښتنه کوي چې په اسلام کې ورکړل شوي دي.

تر ده وروسته د ولسي جرګې پخواني رئیس او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د حنیف اتمر لومړي مرستیال محمد یونس قانوني خبرې وکړې.

د انځور حقوق AFGHAN HERALD
Image caption یونس قانوني وویل، ټول افغانان داسې فکر نه کوي چې هېواد یې اشغال شوی

نوموړي وویل، په دې کې هېڅ شک نشته چې په تېرو ۱۸ کلونو کې په افغانستان کې د نظر اختلاف شته و، او همدا اختلاف د جګړې لامل و.

ښاغلي قانوني وویل، نن ټولې ښکېلې خواوې دې پایلې ته رسېدلې دي چې جګړه د حل لاره نه ده، بلکې حل په بین الافغاني خبرو کې دی.

د اساسي قانون په اړه د طالبانو د استازي څرګندونو ته په اشارې سره یونس قانوني وویل، د افغانستان اوسنی قانون اسلامي دی او د ټولو په سلا مشوره جوړ شوی.

خو نوموړي دا هم وویل چې اساسي قانون اصلاحاتو ته اړتیا لري او داسې یو سند نه دی چې بدلون دې پکې رانشي.

نوموړي وویل، د افغانستان ټول اوسېدونکي په دې باور نه دي چې هېواد یې اشغال شوی دی، او که داسې وای نو پخوانیو مجاهدینو به هېڅکله هم اوسنی وضعیت نه وای منلی.

د انځور حقوق AFGHAN HERALD
Image caption محمد محقق وویل، یو شمېر کسان هسې جګړې ته پلمه غواړي

ورپسې حاجي محمد محقق ته د خبرو وار ورکړل شو، او د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال په توګه معرفي شو، سره له دې چې ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې د نوموړي د ګوښه کولو امر کړی و.

ښاغلي محقق وویل، د دې ناستې موخه دا نه ده چې د کوم چا پر ضد دسیسه جوړېږي، بلکې دوی په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکي دي.

نوموړي زیاته کړه چې یو شمېر ډلې یا کسان هسې د جګړې لپاره پلمه غواړي، خو اوس وخت را رسېدلی چې له دې پلمو لاس واخیستل شي او افغانان خپلو کې یو جوړجاړي ته سره ورسېږي.

تر ده وروسته د بلخ پخواني والي عطا محمد نور خبرې وکړې. نوموړي وویل، باید پر یوه سیاسي اجماع ټینګار وشي او د سولې بهیر دې بین الافغاني شي.

ښاغلي نور وویل، باید د ټولو خواو د قناعت لپاره دې هڅې وشي او اوربند دې اعلان شي.

خو د نوموړي تر ټولو جدي څرګندونې ښایي د اوسني حکومت په اړه وې. ښاغلي نور وویل، د اوسني کړکېچ د حل یوه لار دا کېدلی شي چې لنډمهالی حکومت رامنځته شي، او داسې یوه اداره جوړه شي چې طالبانو ته هم د منلو وړ وي.

ښاغلي نور وویل، که د سولې خبرې کومه پایله ورکوي نو په دې ارزي چې ان د ولسمشرۍ ټاکنې دې ورته څو میاشتې وځنډول شي.

د انځور حقوق AFGHAN HERALD
Image caption عطا محمد نور وویل، د کړکېچ د حل یوه لار لنډمهالی حکومت جوړول دي

د عطا محمد نور تر خبرو وروسته مېرمن فوزیه کوفي وغږېده. نوموړې وویل، دا ناسته تاریخي ارزښت لري، ځکه هغه کسان چې په افغانستان کې د نظام او چارو په اړه د نظر اختلاف لري، نن د یوه مېز تر شا ناست دي او له یو بل سره خبرې کوي.

مېرمن کوفي زیاته کړه چې د مسکو ناستې د افغانانو په زړونو کې هیلې را ټوکولې دي. د اغلې کوفي په وینا، هغه د یوه داسې نسل استازیتوب کوي چې د خپل جنسیت له کبله او د څلوېښت کلنې جګړې له کبله یې تر ټولو ډېره قرباني ورکړې ده.

مېرن کوفي زیاته کړه چې هغه افغان ماشومان چې اتلس کاله وړاندې زېږېدلي دي اوس د نوي عصر له ټولو ارزښتونو سره بلد شوي، او دا به ګرانه وي چې دوی یو ځل بیا تېر دور ته ورستانه کړل شي.

د فوزیه کوفي تر خبرو وروسته د غونډې کوربه له رسنیو وغوښتل چې له تالاره ووځي، تر څو ګډونوال خپلو کې خبرو ته دوام ورکړي.

د انځور حقوق AFGHAN HERALD
Image caption مېرمن کوفي وویل، ځوان نسل له نویو ارزښتونو سره بلد شوی او باید پخواني دور ته ور ستون نشي

خو په هماغه شېبه کې په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو پخواني استازي لطیف پدرام احتجاج او غوښتنه یې وکړه چې د خبرو وار ورکړل شي.

نوموړي ګډنوالو ته وویل، دی غونډه ګډوډول نه غواړي، بلکې یوازې خپل نظر ویل غواړي او دا کار باید د رسنیو په شتون کې وکړي.

خو د نوموړي له احتجاج سره سره بیا هم رسنۍ له تالاره و ایستل شوې او د غونډې ژوندی پوښښ پای ته ورسېد.

ټاکل شوې ده چې دا ناسته به سبا چارشنبه د دویمې ورځې لپاره هم دوام وکړي.

ورته مطالب