ټرمپ: که د افغان سولې خبرو پرمختګ وکړ ځواکونه کمولی شو

Image caption ډونلد ټرمپ هم وايي، طالبان له دې خبرو خوشال دي.

د امریکا ولسمشر د چارشنبې په ورځ( د پرورۍ ۶)د دغه هېواد ۱۱۶ کانګرېس ته کلنۍ وینا کې وویل، اداره یې افغانستان کې د طالبانو په ګډون له مختلفو افغان ډلو سره رغند خبرې لري.

"که دې خبرو پرمختګ وکړ بیا افغانستان کې ځواکونه کمولی شو او تمرکز به له ترهګرۍ سره په مبارزه وي".

په ورته مهال یې وویل، چې نه پوهېږي، له طالبانو سره به خبرو کې تړون ته ورسېږي که نه:

"اوس د دې وخت دی چې افغانستان کې د سولې هڅې وکړو. تر ډېره به هڅې وکړو چې تړون ته ورسېږو".

* د امریکا نه ختمېدونکې جګړې او ډونلډ ټرمپ

* د طالب- امریکا خبرې به افغان سولې ته لار برابره کړي؟

ډونلډ ټرمپ دا هم وویل، چې مقابل لوری(طالبان) هم له دې خبرو خوشال دی.

ډونلډ ټرمپ خپلو خبرو کې وویل، چې له نږدې ۱۹ کلونو راهیسې امریکا افغانستان او منځني ختیځ کې جګړه کوي.

خو زیاته یې کړه: لوی ملتونه داسې جګړه نه غواړي چې پای نه لري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا مهال نږدې ۱۴ زره امریکايي سرتېري افغانستان کې دي.

نوموړي تېر ډیسمبر کې له سوریې د ټولو ځواکونو د وتلو خبره وکړه او بیا داسې خبرونه هم خپاره شول چې له افغانستان هم ځواکونه باسي.

د ډونلډ ټرمپ دا پرېکړې له نیوکو سره مخ شوې.

* افغان طالبان پیسې له کومه کوي؟

* ایا امریکا به رښتیا هم افغانستان پرېږدي؟

نوموړي عراق او سوریه کې د داعش یادولو سره وویل چې تېرو دوو کلونو کې یې له دې ډلې ټولې سیمې پاکې کړې، ځواکونه به هېواد ته ستنېږي او هرکلی به یې کېږي.

د ډونلډ ټرمپ په خبره، امریکا منځني ځتیځ کې د نږدې دوو لسیزو جګړو کې تر اوو زرو سرتېري له لاسه ور کړي او تر اوو تریلیون ډالرو لګښت یې کړی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ډونلډ ټرمپ دا هم وویل چې د روانې میاشتې وروستیو کې د شمالي کوریا مشر سره ګوري.

هغه د امریکا او شمالي کوریا خبرو ته په اشاره وویل، که دی ولسمشر شوی نه وی شمالي کوریا سره به امریکا لویه جګړه کې وه.

هغه زیاته کړه، چې د دې میاشتې وروستیو کې د شمالي کوریا مشر سره ویتنام کې ګوري.

ډونلډ ټرمپ خپله وینا کې دا هم وویل چې بری یې یوازې د جمهوریپال ګوند نه بلکې د ټولې امریکا بری دی.

هغه دا هم وویل چې ۲۱ پېړۍ کې څوک له امریکا سره مقابله نشي کولی.

ټرمپ دا هم وویل چې امریکا ډېره متحده ده او کورنی یووالی یې د بهرنيو دوښمنانو د ماتې لپاره ضروري دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption له ټرمپ سره یې مېرمن هم کانګرېس ته تللې وه.

هغه مکسیکو پولې ته د پوځیانو لېږلو سره وویل چې د پولې مسله اخلاقي ده.

له دې مخکې د کانګرېس مشرې- چې ډیموکراټکه دهې دا مسله بې اخلاقي بللې وه.

ډونلډ ټرمپ د بې قانونه کډوالو زغمل ظلم وباله.

هغه دا هم وویل چې امریکا د بې قانونه کډوالۍ ختمولو ته ژمنه ده.

ورته مطالب