افغانستان کې د مسکو غونډې پر ضد مظاهرې وشوې

کابل
Image caption اعتراض کوونکو د موقت حکومت موضوع پرضد او د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ شعارونه ورکول.

د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې د جوړې شوې غونډې په غبرګون کې نن چارشنبه په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې اعتراضیه غونډې وشوې.

اعتراض کوونکو د موقت حکومت موضوع پرضد او د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ شعارونه ورکول. د دغو اعتراضونو یو لامل د طالبانو د یوه استازي شیر محمد عباس ستانکزي وروستۍ څرګندونې وې.

د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر شیر محمد عباس ستانکزي وروسته وویل، د امنیتي ځواکونو د منحلولو په اړه د ده خبرې ناسمې تعبیر شوې دي.

د طالبانو د قطر دفتر د پخواني مشر شیر محمد عباس ستانکزي دغو څرګندونو د افغان ولسمشر په ګډون د ګڼ شمېر افغانانو غبرګونونه پارولي دي، له ټولنیزو رسنیو نیولې بیا ان تر لاریونونو پورې.نوموړي ویلي و:

''دغه عسکر چې دي، نور به دوی جنګ بس کوي، نور به نه وي، کله چې امریکایان ختمېږي، دا به خود بخوده ختمېږي ''

په کابل کې لسګونه فعالان او ځوانان د روسیې سفارت مخې ته راټول شوي و.

دوی له ځان سره 'ملي اردو زمونږ ویاړ دی ' او 'اساسي قانون نه بدلوو ' شعارونه لېږدول. د محمد عارف حیدري په نوم د دغه اعتراض یو مسئول وايي:

''زه طالبانو ته وایم چې دوی اساسي قانون نه لیدلی او نه یې مطالعه کړی، د افغانستان اساسي قانون سل په سلو کې اسلامي دی، د اساسي قانون دویمه او دریمه ماده کې په ښکاره ویل شوي، افغانستان کې هیڅ قانون د اسلامي عقاید خلاف نه شي کیدای. ''

د مسکو د غونډې پر لومړۍ ورځ څه وویل شول؟

غني: د مسکو غونډې ګډونوال د هېڅ پرېکړې حق نه لري

اعتراض کونکو تور پورې کړ چې د مسکو غونډه یوه مغرضانه ناسته ده چې د ملي ګټو په زیان ده.

دغه راز اعتراضونه په تخار، غزني او ننګرهارولایتونو کې هم وشول. جلال آباد ښار کې د اعتراض یوه برخه د امنیتي ځواکونو ملاتړ و.

Image caption دغه راز اعتراضونه په تخار، غزني او ننګرهارولایتونو کې هم وشول.

خو شیر محمد عباس ستانکزی چې د مسکو په غونډه کې د طالب استازو مشري کوي، خبریالانو ته ویلي، د امنیتي ځواکونو په اړه د ده خبرې ناسمې تعبیر شوې دي:

''د هر ملک لپاره اردو، پولیس او استخبارات اصلي اساسي قوتونه دي، چې د ملک له سرحداتو او ملي منافعو دفاع وکړي، دا اوسنۍ ملي اردو چې ده دې کې اصلاحاتو ته ضرورت دی. اوس یې شمېر هم دومره دی، چې امریکایانو جوړ کړی، البته اینده حکومت به د خپلې بودیجې او اړتیا پر انداره باندې، همدغه اردو، په همدغه شکل کې ... او موږ له امریکایانو سره په خبرو کې هم تل دا خواهش کړی، چې امریکایان باید خپل نظامي سامان الات له ځانه سره انتقال نه کړي، خپل عکسر دې وباسي او سامان الات دې د ارردو لپاره پرېږدي. ''

ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره شپه له طلوع شخصي تلویزیون سره مرکه کې د تېرو کلونو لاسته راوړنې سرې کرښې بللي دي.

نوموړي وویل چې د مسکو غونډې ته په ښه نیت ګوري خو د ده په ټکو ګډونوال یې اجرايوي واک نه لري او د ده په باور، وروستۍ پرېکړه به افغان حکومت او ملي شورا کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب