د مسکو غونډه په ګډه اعلامیه پای ته ورسېده

مسکو د انځور حقوق AFGHAN HERALD
Image caption د غونډې پای کې حامد کرزي او عباس ستانکزي رسنیو سره خبرې وکړې

په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو او فعالانو ترمنځ دوه ورځنۍ ناسته نن چارشنبه د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده.

په دې کې ویل شوي چې د دې غونډې ګډونوال باور لري چې د بین الافغاني خبرو په پایله کې په افغانستان کې تلپاتې او با عزته سوله شونې ده.

همدا راز ویل شوي چې دا ډول بین الافغاني ناستې د افغان سولې په بهیر کې اړینې دي او دوام به کوي. ګډونوالو همدا راز په قطر کې د سولې د روانو خبرو ملاتړ هم اعلان کړ.

د ناستې ګډونوال همدا راز د سولې د هوکې په صورت کې ټینګار کړی چې د افغانستان دفاعي او نور بنسټونه به خوندي وي، او اصلاحات به پکې راوستل کېږي.

په نورو ټکو کې ویل شوي چې د نظام په ټولو چارو کې به د اسلامي اصولو پیروي کېږي، داسې یو مرکزي او اسلامي حکومت به خوندي پاتې کېږي چې ټول قامونه پکې ګډون ولري، افغانستان به سیمه ییزو او نړیوالو چارو کې بې پرې وي، نړیوال ځواکونه به له افغانستانه ووځي، پردي هېوادونه به د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي، د افغانستان له خاورې به نړیوالې ټولنې ته ګواښ نه پېښېږي، د تعلیم، کار، روغتیا او نورو برخو کې به د ښځو حقونه به د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خوندي وي، نړیوالې مرستې به ارزول کېږي، هغه بندیان دې خوشې شي چې سپین ږیري یا ناروغه دي، یا د بند موده یې کمه پاتې ده، او د طالب مشرانو نومونه دې له تور لېسته و ایستل شي.

د انځور حقوق AFGHAN HERALD
Image caption حضرت عمر زاخېلوال د غونډې ګډه اعلامیه ولوسته

ګډونوال پر دې هم سلا شول چې د دې بهیر راتلونکې ناسته به په نژدې راتلونکي کې په قطر کې وشي.

د غونډې په پای کې پخواني ولسمشر حامد کرزي رسنیو سره خبرو کې وویل چې دوی له دې ناستې خوشحاله دي او پایله یې مثبته وه. نوموړي وویل، د افغانانو اساسي غوښتنه سوله ده او دې ناستې کې د سولې پر راوستلو ټینګار وشو.

نوموړي د روسیې له حکومته هم مننه وکړه چې د دې ناستې په تنظیم کې یې مرسته وکړه او ګډونوالو ته یې ویزې ورکړې.

د طالبانو د پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي رسنیو ته وویل، ټول ګډونوال پر دې سره سلا وو چې بهرني ځواکونه باید له افغانستانه ووخي، خو تر اوسه د دوې د وتلو پر مهالوېش خبرې نه دي شوې.

نوموړي همدا راز وویل، په دې ناسته کې د اوربند په اړه هم هېڅ خبرې ونشوې.

د انځور حقوق AFGHAN HERALD
Image caption حنیف اتمر وویل، د غونډې ګډونوال د سولې په راوستلو کې د افغان حکومت مرسته کوي

د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته کاندید او د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر رسنیو سره خبرو کې وویل، د دې ناستې ګډونوال په اصل کې د افغان حکومت مرسته کوي چې سوله راولي.

ښاغلي اتمر وویل، طالبان پخوا چمتو نه وو چې افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، خو که د دې ناستې ګډه اعلامیه وګورئ نو پکې پر بین الافغاني خبرو ټینکار شوی.

د نوموړي په وینا، د بین الافغاني خبرو مطلب دا دی چې بل ځل به افغان حکومت هم پکې ګډونه لري.

د انځور حقوق AFGHAN HERALD
Image caption د طالبانو استازي مولوي حنفي وویل، اوسنی اساسي قانون د افغانانو په خوښه نه دی جوړ شوی

د طالبانو د پلاوي یوه غړي مولوي حنفي رسنیو سره خبرو کې وویل، دوی مني چې د یو هېواد د نظام او حکومت چلولو لپاره اساسي قانون اړین دی، خو ستونزه دا ده چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون د افغانانو په خوښه او رایه نه دی جوړ شوی.

ښاغلي حنفي ادعا وکړه چې کله امریکا پر افغانستان یرغل وکړ نو خپل اساسي قانون یې له ځانه سره افغانستان ته راوړ او بیا دلته ترجمه شو.

تر غونډې وروسته د ولسي جرګې پخواني غړي نورالحق علومي بي بي سي ته وویل، د غونډې ګډونوالو هوکړه وکړه چې د دې بهیر راتلونکې ناسته به په نژدې راتلونکي کې په دوحه کې وشي.

ورته مطالب