للو للو: زرين وزرې ښاپېرۍ
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

للو للو: زرين وزرې ښاپېرۍ

د للو للو دا کیسه د زرین وزرې ښاپېرۍ ده. زرین وزره په اسمان کې اوسېده، کور یې له وریځو جوړ و او باد یې ملګری و.

که به چېرې څوک ناروغ وو او یا به خپه وو نو، زرین وزره به وروالوته او د خپلو وزرونو نه به یې رڼا پر هغه ځای وشیندله او هر څه به سم شول.

یوه ورځ باد دې ته وویل، د طاوسانو په خاوره کې سخت جنګ دې او هر یو وایي دا غر زما دی، زرین وزره وروالوته، کیسه وګورئ چې دا به د طاوسونو جګړه ورختمه کړي که نه؟

دغه کیسه نجیبې لېمې لیکلې او هم یې وړاندې کوي. پروډيوسر يې ګوربت ننګيال دی.

اړونده مطالب