کندهار او هلمند کې نښتو مرګ ژوبله اړولې

هلمند د انځور حقوق Getty Images
Image caption هلمند چارواکي وايي، سیمه کې چاڼیز عملیات روان دي ( فایل تصویر)

هلمند کې ځايي چارواکي مني چې د هوايي ځواک بمبارۍ کې ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

د هلمند ولایت رسنیز دفتر په یوه اعلامیه کې ویل شوی، وسله والو طالبانو د سنګین ولسوالۍ د پوزې سیمې یوه کور له حجرې پر امنیتي ځواکونو ډزې کولې، چې متقابل هوایي برید پرې وشو او پایله کې د ۲۵ طالبانو تر څنګ څلور ملکي کسان هم وژل شوي او دوه تنه ټپیان دي.

داسې حال کې چې د هلمند ولایت اعلامیه د وژل شویو ملکي کسانو شمېر څلور تنه یاد شوی، د افغانستان مشرانو جرګه کې د هلمند یو استازی هاشم الکوزي ادعا وکړه چې په سنګین ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو ۲۱ ملکیان وژلي دي.

هلمند کې هوایي برید "د یوې کورنۍ ۱۶ غړي وژلي"

کونړ: هوايي بمبارۍ کې ملکي خلک وژل شوي

"سنګین کې د وسله والو فعالیتونه احساسېږي"

ښاغلی الکوزی وایي دغه عملیات د سنګین ولسوالۍ څاروان کلا سیمه کې ترسره شوي، چي پر مهال یې د ملکي کسانو دوه کورونه په نښه شوي دي.

د هلمند ولایت اعلامیه کې ویل شوي د پېښې څرنګوالي معلومولو لپاره یو پلاوی ګومارل شوی دی.

له دې مخکې د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وویل د ځانګړو ځواکونو عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ تر سره شوي دي، چي پر مهال یې د وسله والو طالبانو د سوق او ادارې مرکز او څلور کورونه هم ویجاړ شوي دي.

بل لور ته وسلوال طالبان وایي په سنګین ولسوالۍ کې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۱ ولسي کسان وژل شوي او ۱۵ نور چي ښځې او کوچنیان دي ټپیان شوي دي.

که په سنګین ولسوالۍ کې د ملکي کسانو وژنه د خپلواکو سرچینو له خوا تایید شي دا به په تېره یو میاشت کي دریم ځل وي چي دغه ولسوالۍ کي ملکي کسان په هوایي بریدونو کي وژل کېږي.

بل لور ته چارواکي وايي، د کندهار ارغستان په وام دره کې یې ۲۵ وسله وال وژلي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هلمند کې ځايي چارواکي د دغو عملیاتو په اړه بې خبري ښي( فایل تصویر)

د کندهار امنیه قومندان تادین خان وایي، دغه عملیات د کورنيو او بهرنیو ځواکونو لخوا د ارغستان او معروف تر منځ د غځېدلې لارې د خلاصون په موخه پیل شوي دي.

د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا د حکومت راپورونه ردوي او وایي هغه ځواکونه چي سیمي ته د عملیاتو لپاره ورغلي وو، د دوي ملګرو پرې برید کړی او د سر دروند زیان یې وراړولی.