غني: طالبانو ته کابل، کندهار یا ننګرهار کې دفتر ورکولی شو

  • 10 فبروري 2019 - 21 سلواغه 1397
غني د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني د یکشنبې پر ورځ د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ ته تللی و

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د ده حکومت چمتو دی چې وسله والو طالبانو ته په کابل، کندهار یا ننګرهار کې رسمي دفتر ورکړي، او ساتنه یې وکړي. ولسمشر غني دا څرګندونې یکشنبه ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې وکړې.

افغان ولسمشر د تېر ځل خلاف د ننګرهار د مرکز پر ځای د شینوارو غني خیلو ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د قومي مشرانو یوې غونډې ته وینا وکړه.

غني خیل او ور څېرمه ولسوالۍ یې په تېرو دریو کلونو کې د داعش او افغان ځواکونو ترمنځ جګړو ځپلي او ګڼ شمېر اوسېدونکي یې له خپلو سیمو بېځایه شوي.

ولسمشر غني د شینوارو ولسونو ته زیری ورکړ چې ډېر ژر به هېواد کې وینه تویدنه پای ته ورسیږي. ښاغلي غني وویل، چمتو دی چې طالبانو ته په کابل، لوی ننګرهار او یا لوی کندهار کې دفتر ورکړي.

ولسمشر د سولې روانو خبرو ته په اشارې سره وويل:

"مونږ سوله مکه معظمه کې غواړو. هغه خوږه ده او که مسکو کې؟ "

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ ته سفر کړی

ولسمشر غني دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې ټاکل شوې ده د طالبانو او یو شمېر افغان سیاست والو او فعالانو ترمنځ د سولې د خبرو دویمه غونډه روانه میاشت په قطر کې ترسره شي.

دواړو خواو تېره اونۍ په مسکو کې هم د سولې په تړاو دوه ورځنۍ ناسته درلوده. بل لور ته د طالبانو او امریکایانو ترمنځ هم د سولې په تړاو د خبرو بهیر دوام لري.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د افغانستان لومړنی ولسمشر دی چې د ننګرهار شینوارو ته سفر کوي.

په همدې موخه د شينوارو ولسوالۍ اړوند د ملي اردو په کنډک کې غونډه جوړه شوې وه، چې پکې ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلميار، ملي امنيت سلاکار حمد الله محب، ملي امنيت عمومي رئيس معصوم ستانکزي، د کابينې يو شمېر غړو، د ولسمشر سلاکارانو، د دفاعي او امنيتي ځواکونو مسئولينو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.

د انځور حقوق ARG
Image caption د شنیوارو د څو ولسوالیو مشران د ولسمشر غني لیدو ته راټول شوي وو

ولسمشر غني په خپله وینا کې زیاته کړه چې سوله راتلونکې ده او په دې برخه کې د خپل سر قرباني کولو ته هم چمتو دی. نوموړي د یو شمېر هغو کسانو خبرو ته هم غبرګون وښود چې وایي، ولسمشر باید د سولې لپاره له خپلې څوکۍ تېر شي. ښاغلي غني وویل، د ولسمشرۍ څوکۍ د ولس ده، او په اړه به یې پرېکړه هم ولس کوي.

هغه هيله وښوده، چې څلويښت کالونه وروسته به هغه افغانستان کې چې په وينو ساتل شوی او پالل شوی، ډېر ژر د وينو بهيدو لړۍ پای ته ورسيږي.

د ننګرهار ولایت د شنیوارو ځینې ولسوالۍ په تېرو څو کلونو کې د داعش ډلې په مرکزونو بدلې شوې وې او یادې ډلې په یو شمېر سیمو ولکه هم کړې وه.

په دې سیمو کې نه یوازې حکومتي ځواکونه له داعش ډلې سر جنګېدل، بلکې څو څو ځله د طالبانو او داعش جنګیالیو ترمنځ هم خونړۍ نښتې شوې دي.

د انځور حقوق AFGHAN HERALD
Image caption د مسکو غونډه کې طالب استازو او افغان سیاستوالو ګډون کړی و

د یکشنبې پر ورځ شنیوارو ته د خپل سفر پر مهال ولسمشر غني وویل چې یاده سیمه یې له داعش ډلې پاکه کړې ده. خو دغه ډله اوس هم فعال جنګیالي لري او د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې د لویو او خونړیو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي.

تېر کال په جلال اباد ښار کې د یو شمېر خونړیو بریدونو وروسته ولسمشر غني د دې ښار د امنیت ساتنې دنده له پولیسو واخیسته او افغان ملي اردو ته یې وسپارله.

د جلال اباد اوسېدونکي وایي، له دې ګام وروسته د ښار امنیت د پخوا پرتله نسبتاً ښه شوی دی.

ورته مطالب