افغان ښځې بېرته شاتګ نه کوي

ملالۍ
Image caption ملالۍ شینوارۍ وایي، افغان مېرمنې نه غواړي بېرته په شا تګ وکړي

چادري مې پر سر وه. ماشومه ورېره مې په غېږ کې ناسته وه. سهار وختي د درملنې په موخه اسلام اباد ته روانې وو. ورور مې راسره و. بې له هغه چا په لار نه پریښودو. زما مخ پټ و. ساه مې خپه وه او د چادرۍ له وړو وړو سوریو مې د خدای ارتې نړۍ ته کتل. د وران کابل په خړو کوڅو کې یوازې څو سپېره هلکان ښوونځي ته روان وو چې هغه مهال یې مدرسه بلله.

لویو او کوچینیو زده کونکو سپينې رینجاړې له سر تاو کړې وې. ګواکې د طالبانو په اصطلاح پګړۍ یې پر سر وې. یوه هم د کتابونو بکسه نه درلوده.

چا کتابچې تخرګ کې نیولې وې، او ځينو پلاستیکي کڅوړو کې اچولي وې. د ماشومانو پر مخونو خړ ګرد پروت و. که څه هم پسرلی و خو نړۍ راته بې رنګه او مړواې ښکارېده.

خپلې نېمګړې زده کړې مې را په زړه شوې. د پلار هغه خبره مې ذهن کې ګرځېدله چې ویل به یې؛ زما لوڼي به د خلکو له زامنو تکړه وي. خو زه د هماغه پلار لور چې یې راته د تکړه والي درس راکړی و؛ ځان مې پنجره کې لکه بنده مرغۍ احساسوه.

خدای بښلی پلار مې؛ د شینوارو له ګوتو په شمېر روڼ اندو څخه یو و. هغه د خپل پلار د اختلاف سره سره خپلو لوڼو ته د ښوونځي لار پرانیسته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو د واکمنۍ پر مهال وړو هلکانو هم لنګوټې پر سرولې

مور مې را په زړه شوه چې د ژوند په ورستیو شپو او ورځو کې یې راته وویل؛ نورو لوڼو مې تر ډېره خپله لاره موندلې، یوازې ستا د زده کړو لپاره اندېښمنه یم. او ما ورسره هماغه مهال ژمنه کړې وه چې زده کړې به بشپړوم.

خو کیسه برعکس شوه. طالبانو پر موږ د زده کړو ور بند کړ او زه د مور سره په ژمنه کې پاتې راغلم. ما د ښونځيو خوا ته تلوونکيو هلکانو ته کتل. ستونی مې ډک و، زړه مې شین شین کېده؛ ناهیلې وم. سترګې مې پټې کړې. غوښتل مې د خپل راتلونکي په اړه سوچ وکړم. یوازې تیارې، تورتم او خپګان مې ذهن ته راته.

په بیړه مې سترګې پرانیستې. ورېره مې غېږ کې را ټينګه کړه. له ځانه مې وپوښتل چې دا نجلۍ به څنګه شي؟ زما ورېره به سبق ووایي؟ هېڅ ځواب مې نشو موندلی. له خدایه مې په وار وار پوښتلي وو؛ خدایه چې دومره بې ارزښته یو نو ښځې دې ولې پيدا کولو؟ چې هېڅ حق نلرو نو ولې ساه کاږو؟

د زړه درد، د خولې ښکالو او د سترګو اوښکې مې چا نه لیدلې. پوهه نشوم چې تورخم ته څنګه ورسېدو، ځکه پر ټوله لار مې اندېښنو ماغزه بوخت کړي وو. لواړګي کې مې د ترور کور ته ولاړو او سبا سهار وخته د اسلام اباد پر لور وخوځېدو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کابل برعکس د قبایلي سیمې زده کوونکو منظم یونیفورم درلود

بیا سهار و او بیا ماشومان د ښونځيو پر لور روان وو، خو دې ماشومانو له کابلیو ماشومانو توپير درلود. هلته ماشومانو منظم، پاک یونفورم پر تن و. د کتابو بکسې یې شاته اچولې وې.

ما هم بوکره نه وه پر سر. سترګو مې توپير ښه واضح لید. د ورور تګ مې هم راسره اړین نه و. زه په هغه هېواد کې روانه وم چې زما په هېواد کې یې د طالبانو د رژيم ملاتړ کاوه؛ هغه رژيم چې ښځو ته یې د انسان په سترګه نه کتل.

خو پاکستان او په ځانګړې توګه پنجاب کې نجونو او هلکانو د یو ډول ژوند، زدکړو او کار حق درلود. کله چې له اسلام اباد څخه کابل ته را ستنه شوم؛ ناهیلي مې لا زیاته وه او د خپل برخلیک اړوند مې هېڅ خوشبیني نه درلوده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ډېری مېرمنې اړې وې چې بوکره پر سر کړي

دا خاطره مې په قطر کې هغه مهال چې له طالبانو سره مخامخ خبرې کولې را په زړه شوه او نن یوار بیا مې پر هغو تېرو وختو سوچ وکړ.

ځکه خبرونو کې مې واورېدل چې؛ طالبان وایې موږ د ښځو حقونو ته احترام لرو. خبره د احترام نه ده. له احترام ور هاخواه عمل ته اړتیا لري. بیا څه ضمانت شته چې د طالب اند زموږ په اړه مثبت بدلون موندلی؟

نن مې سوچ کاوه، که بیا د نجونو پر وړاندې څوک د ښونځي ور وتړي نو زه به یې غلې تماشه کوم؟

نه، نه، هېڅ کله نه. زه مسلمانه یم خو بیا به بوکره پر سر نکړم. زه خو څه مرغۍ نه یم چې څوک مې په پنجره کې وساتي. زه انسانه یم او د خپل حق د اخیستلو او کارولو لارې چارې راته اوس ښې معلومي دي.

زه نوره هغه بې زړه ملالۍ نه یم. زه اندېښنې نه کوم. زه پر ځان باورې یم. زه هر څه کولی شم، او نور بېرته شاته نه ستنېږم.

ورته مطالب