هلمند سیند کې اوبو زیاتېدلو ایرانیان هم خوشال کړل

  • 11 فبروري 2019 - 22 سلواغه 1397
هامون د انځور حقوق Irna
Image caption هلمند له کلونو وروسته هامون ته رسېدږي او خلک خوشالي کوي.

د افغانستان سوېل ته نیمروز ولایت کې ځايي چارواکي وايي، د هلمند سیند اوبه هامون ډنډ ته بیا ورسېدې.

دا ډنډ یا جهیل له کلونو راهیسې وچ دی او له ۱۹ کلونو راهیسې د هلمند اوبه نه ور بهېدې.

ایرانۍ رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد سیستان بلوچستان ولایت ته د اوبو بهېدلو ایرانیان هم خوشال کړي دي.

* له اوږدې وچکالۍ وروسته هلمند سیند بیا وبهید

* د فراه طالبان؛ د ایران وچکالي او د افغانستان ناامني

په نیمروز کې د چاپیریال ساتنې مشر محمد جعفر اثر بي بي سي ته وویل، له نږدې یوې اونۍ راهیسې د هلمند اوبه نیمروز ته رسېدلې او په دې وروستیو کې هامون ډنډ کې هم ټولې شوې دي.

هغه زیاتوي چې دوه کاله مخکې هم دې ډنډ ته دا اوبه ورسېدې، خو د ډېرې وچکالۍ له امله ونه درېدې او ان ډنډ یې هم خوشت نه کړ.

دغه افغان چارواکی وايي، د افغانستان مرکزي سیمو کې ډېر ورښت-چې هلمند ترې سرچینه اخلي- هامون ته هم اوبه ورسولې.

د انځور حقوق IRNA
Image caption تر تېرو څو رځو یوازې د هامون دړه وه خو اوبه نه وې

د هغه په خبره، نیمروز کې هم خلک په تېره کرونګر د هلمند اوبو ته خوشال دي او اوس خلک کروندې ته تیاری نیسي او د خپلو پټیو لښتي پاکوي.

نوموړی زیاتوي چې له ۳۰ کلونو راهیسې نیمروز له وچکالۍ سره مخ دی او له امله یې دغه ولایت په تېره هامون ډنډ ته نږدې طبیعي ایکو سیستم له منځه تللی دی.

"ان ځايي مرغان او ژوي- چې د ډنډ شاوخوا یې ژوند کاوه- یا له منځه تللي او یا نورو سیمو ته کوچېدلي دي".

نوموړی هیله من دی چې روان کال د ورښت دوام سره د هامون صابري ډنډ ډک او پخوانی ایکو سیستم یې ژوندی شي.

د ایرانیانو خوشالي

د انځور حقوق IRNA
Image caption هامون ډنډ له کلونو راهیسې وچ دی.

ایرانۍ رسنۍ وايي، چې سیستان بلوچستان ته د هلمند سین اوبو رسېدلو د دغه هېواد وګړي هم خوشال کړي دي.

د سیستان بلوچستان د چاپیریال ساتنې لوی مدیر وايي، هڅه کوي د هلمند اوبه چې دې وروستیو کې دغه ولایت ته بهېدلې دي، د ډېرو اړمنو سیمو او د ګرد او غبار په لور وبهوي.

وحید پورمردان له ایرنا خبري اژانس سره مرکه کې زیاتوي چې سیستان او بلوچستان له دوو لسیزو راهیسې له وچکالۍ سره مخ دی او له امله یې دغه ولایت کې شنیځ(شنو سیمو)، اقلیم او څارویو ژوند بد اغېزمن شوی دی.

"د هلمند اوبه د اوبو زېرمو ،کرنې او څښلو لپاره کارېږي او د هامون ډنډ د بیا ژوندي کولو لپاره داسې ښه پلانونه شته. له ۲۰ تر ۲۵ کیلومترو اوبه له شمال دې ډنډ ته راغلې دي".

* له ګاونډیانو سره د اوبو پر سر د افغانستان زیاتېدونکی کړکېچ

* د افغانستان او ګاونډیانو ترمنځ د اوبو د ستونزې حل

نوموړی دا هم وايي، چې راتلونکې اونۍ هم د ورښت له امله سیستان بلوچستان ته نورې اوبه بهېږي.

د وحید پورمردان په خبره، د ولایت سوېل ته ځوړ سبب کېږي چې دې سیمې ته ډېرې اوبه وبهېږي:

"زما وړاندیز دا دی چې دغه سیمه کې ډېر بندونه جوړ کړو او ډېرې اوبه وساتو او له دې لارې سیمه کې د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیسو. دې سیمې ته ډېرې اوبه رسېدل او ښه مدیریت به یې د ځینې ژوو او د ګرد او غبار مخنیوي کې مرسته وکړي او شنیځ به ور سره زیات شي".

هامون ډنډ

د انځور حقوق IRNA
Image caption هاموند ډنډ له اتو تر لس میلیارد متر مکعب اوبه ځایولی شي.

هامون نړیوال ډنډ چې ۵۶۰ زره هیکتاره پراخ دی او له اته تر لس میلیارد متر مکعب اوبه ځایولی شي، تېرو دوو لسیزو کې د وچکالۍ او ایران ته د هلمند سیند د لږ بهېدو له امله وچ و.

د دې ډنډ د اوبه اصلي سرچینه هلمند سین دی چې د افغانستان له مرکزي سیمو یا کابل سرچینه اخلي او وروستیو کلونو کې د وچکالۍ له امله یې اوبه تر هامون نه رسېدې.

ایران او افغانستان د هلمند سین له اوبو د ګټې اخیستو په تړاو پر ۱۹۷۲ کال تړون لاسلیک کړی دی، چې له مخې یې ایران ته د هلمند اوبو اندازه بېله شوې، خو ایران له هغو اوبو خوښ نه دی چې د ورځي.

د هامون وچېدلو ځايي خلک هم له ستونزو سره مخ کړي و چې ژوند یې په کب نیولو پورې تړلی دی.

دا ډنډ ځايي خلکو ته د مالدارۍ او کب نیولو له پلوه ډېر مهم دی او د ځینې شمېرو له مخې له هامون د کال ۱۲ زره ټنه کب نیول کېده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هلمند سیند کجکي برېښنابند

هامون شل کاله مخکې هر کال د شل میلیونه کډوالو مرغانو کوربه هم و.

د هامون وچېدلو سره ۱۵ زره ښکاریان بې کاره شوي وو او هغو ښځو هم خپل عاید له لاسه ور کړی و چې د هامون له درګو یا کړکو یې لاسي صنایع جوړول.

د سیستان بلوچستان مالدارن وکوچېدل او ان ۸۰۰ کلي د ګرد او غبار سره مخ شول.

ورته مطالب