ورځپاڼو ته کتنه: 'له افغانستانه د امریکا وتل د ټرمپ لویه تېروتنه ده'

د انځور حقوق Getty Images

د نيويارک په نامه امريکايۍ مجلې د افغانستان لپاره د امريکا د پخواني سفير ريان کراکر سره مرکه کړې او ښاغلي کراکر مجلې ته ويلي، له افغانستان د ولسمشر ټرمپ د وتلو تگلاره يوه لويه تېروتنه ده.

ښاغلي کراکر له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو د طالبانو د انکار او ور سره د نورو سياستوالو او د امريکا ناستې په تړاو وايي چې دا چاره د افغان دولت مشروعيت له منځه وړي او ډېره خطرناکه ده.

د افغانستان لپاره د امريکا دغه پخوانى سفير وايي طالبان چې اصلي شرطونه يې منل شوي په ښه دريځ کې دي او دا چې امريکا له ځانه سره لري نو روحيه به يې پياوړې کېږي او بريدونه ډېروي.

بل لور ته د امريکا دغه کړنه د افغان دولت، د افغان پوځيانو او ناپوځيانو روحيه کمزورولی شي او شونې ده چې له پوځ د سرتېرو ډله ييزې تېښتې پيل شي.

ښاغلى کراکر زياتوي چې له افغانستان د ځواکونو د اېستنې موضوع بايد پر وخت نه بلکې په شرايطو تړلې وي.

د سولې خبرو کې د پاکستان رول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دې خبرو کې زلمي خلیلزاد د امریکايي او عباس ستانکزی د طالب پلاوي مشري کوي.

ډان ورځپاڼې د افغان سولې په بهير کې د پردو ترشا د پاکستان هلو ځلو ته کتنه کړې او وايي په لومړي ځل د افغان سولې بهير کې د پاکستان د هلو ځلو په تړاو دومره جزييات ترلاسه شوي.

ورځپاڼې د امريکايي چارواکو او د طالبانو د سرچينو په وينا ليکلي پاکستان د خبرو لپاره د سفري اسانتياو د برابرولو تر څنگ پر طالب مشرانو فشار هم اچوي.

طالب سرچينو ورځپانې ته ويلي د طالبانو پر هغو مشرانو چې همکاري ونه کړي د فشار راوستو په لړ کې ان د هغوى د کورنيو غړي هم نيول کېږي.

ورځپاڼه د يوې طالب سرچينې په وينا ليکي چې يو ځل د پاکستان حکومت د مذهبي مشرانو له لارې پيغام ور کړ چې امريکايانو سره خبرو ته کينې گني اړيکي ور سره پرېکوي.

ورځپاڼې د رويټرز خبري اژانس په وينا ليکلي چې د طالبانو يو لوړ پوړي چارواکي ورته ويلي چې پاکستان يې هېڅلکه دومره جدي نه و ليدلى.

هغه ويلي پر طالبانو او د هغوى پر کورنيو د پاکستان فشار بې مخينې و.

يوه لوړ پوړي امريکايي چارواکي د نوم نښودلو په شرط ورځپاڼې ته ويلي د پاکستان له مرستې پرته دا بهير شونى ځکه نه و چې دوى د طالبانو سفرونو ته اسانتياوې برابرولې.

ورځپاڼه وايي د سولې په خبرو کې د پاکستان رول ډېر نازک دى ځکه اسلام اباد نه غواړي څرگنده کړي چې پر طالبانو پراخ اغېز لري او طالبان هم دا نه غواړي چې د پاکستان ډېر منندوى وبرېښي.

د انځور حقوق WAYNE BASS
Image caption یو برتانوی پوځي وین باس چې هلمند کې یې دنده درلوده د نږدې ۹۰ نورو پوځیانو په څېر یو ډول تبې نیولی دی.

گارډين ورځپاڼې "د افغانستان بيا رغېدو لپاره اوږده لار" تر سرليک لاندې د يوه سرتېرې ليک خپو کړى چې په افغانستان او عراق کې يې دندې تر سره کړې.

ليکوال وايي ان که افغانستان د نورو ٢٥ کلونو لپاره بهرني ملاتړ ته اړتيا ولري، موږ بايد له دغه هېواد ونه وځو.

مطلب وايي دا بايد هېر نه کړو چې ولې موږ له سره افغانستان کې لاسوهنه وکړه.

د ليکوال په وينا د طالبانو د شرير رژيم پرځولو لپاره چې د سپتمبر يوولسمې بريدگرو ته يې په دغه هېواد کې د روزنځيو د جوړولو اجازه ورکړې وه او خپل خلک يې هم ډارول.