امریکایی چارواکی د سولې خبرو ملاتړ لپاره کابل ته تللی

په پام کې ده چې د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان به له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم وګوري د انځور حقوق AFP
Image caption په پام کې ده چې د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان به له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم وګوري

د امریکا د دفاع وزارت چارسمبالی پاتریک شاناهان په یوه ناڅاپي سفر کابل ته تللی، چې هدف یې کابل کې د دولت ملاتړ ښودل شوی.

رپوټونه وايي، ښاغلی شاناهان د دوشنبې په ګهیځ (سلواغه ۲۲مه) افغانستان ته رسېدلی، چې هدف یې له طالبانو سره د سولې بهیر کې د افغان دولت ملاتړ ښودل شوی.

په پام کې ده ښاغلی شاناهان به له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم وګوري.

تر اوسه طالبانو له امریکايي استازو او سیاسي ګوندونو سره پنځه ځله غونډې کړې دي، خو افغان دولت په هېڅ یوه غونډه کې رسماً ګډون نه دی کړی.

په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان د سولې بهیر چټک شوی دی. د امریکا د دفاع وزارت هم په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغان سولې لپاره د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بلجیم، جرمني، ترکیې، قطر، افغانستان، او پاکستان ته په ۱۸ ورځني سفر وتلی دی.

غني: طالبانو ته کابل، کندهار یا ننګرهار کې دفتر ورکولی شو

افغان سوله: سیمې او اروپا ته د زلمي خلیلزاد ۱۸ ورځنی سفر

افغان سوله، شخصي ګټې او ملي اندېښنه

د مسکو غونډه په ګډه اعلامیه پای ته ورسېده

ښاغلی شه نه هن زیاتوي، د افغانستان برخلیک خپله د افغانانو په لاس کې دی:

"افغان حکومت ته د افغانستان په اړه راتلونکو خبرو کې د ونډې ورکول مهم دي. افغانان باید پرېکړه وکړي چې په راتلونکي څه ډول افغانستان غواړي. دا خبرې د امریکا په باب نه دي بلکې د افغانستان په هکله دي. امریکا د امنیت راوستلو په برخه کې پانګونه کړې ده، خو د راتلونکي افغانستان په اړه باید افغانان پرېکړه وکړي. هغه حضور چې موږ یې په افغانستان کې غواړو، زموږ د داخلي دفاع تضمین دی او په سیمه کې د ثبات راوستل دی. د ځواکونو هر ډول کمښت به په اساسي ډول په پوره همغږۍ سره وشي."

د افغانستان دفاع وزارت ویلي ښاغلي شاناهان د افغانستان د دفاع وزارت له سرپرست وزیر اسد الله خالد سره نن له غرمې مخکې د ځانګړو عملیاتو په قول اردو کې وکتل.

په دې وروستیو کې ښاغلي خلیلزاد قطر کې له طالبانو سره شپږ ورځنۍ خبرې درلودې، چې پای کې یې ځینې د پاموړ پرمختګ اعلان شو.

قطري چارواکو هم اعلان کړی و چې په پام کې ده د طالبانو او امریکا ترمنځ راتلونکې خبرې د فبرورۍ پر ۲۵مه وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سیمې او اروپايي هېوادونو له سفر وروسته به ښاغلی خلیلزاد له افغان دولت سره هم د مشورو لپاره کابل ته ولاړ شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلی شاناهان د دوشنبې په ګهیځ کابل ته ورسېد

امریکا په دې هڅه کې ده چې طالبان له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي، خو طالبان افغان دولت "لاسپوڅی" بولي او تر اوسه نه دي حاضر شوي چې مخامخ خبرې ورسره وکړي.

څو ورځې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شول، چې امریکا افغانستان کې د خپلو ۱۴ زره سرتېرو شمېر کم کړي، خو وروستیو کې امریکايي چارواکو وویل، د پوځيانو ایستل د افغانستان پر وضعیت پورې اړه لري.

څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په کلنۍ وینا کې په افغانستان او سوریه کې د خپلو سرتېرو پر کمولو ټینګار وکړ.

ورته مطالب