د مجددي د مړينې په مناسبت چهارشنبه عمومي رخصتي اعلان شوه

د عکس سرچینه، ARG
ولسمشر غني د صبغت الله مجددي د مړینې په مناسبت د خواشینۍ پیغام کې نوموړی نه هېرېدونکی شخصیت وباله
افغان حکومت د پخواني ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي د مړینې په مناسبت سبا 'چهارشنبه ' عمومي رخصتي اعلان کړې.
د افغانستان پخوانی ولسمشر او د ملي نجات ګوند رييس حضرت صبغت الله مجددي د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۳ کلونو په عمر تېر ماښام له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حضرت صبغت الله مجددي د خدمتونو ستاینه کړې او هغه یې یو 'نه هېرېدونکی شخصیت ' بللی.
ښاغلي غني د کابینې غونډې ته ویلي، اړوند ادارو ته یې امر کړی، چې د صبغت الله مجددي جنازې مراسمو ته ځانګړي مراسم ونیسي.
د حضرت مجددي جناره سبا کابل ښار کې کېږي. د نوموړي په مړینه بیلابیلو افغان چارواکو او سیاستوالو خواخوږي څرګنده کړې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله د نوموړي مړیني په مناسبت پیغامونو کې نوموړی د افغان تاریخ 'یو اغېزمن شخصیت ' بللی دی.
صبغت الله مجددي د نقشبندیه طریقت سلسلې له مشایخو یو و او شیخ احمد سرهندي ته منتسب و، چې په مجدد الف الثاني مشهور دی.
حضرت صبغت الله مجددي په ۱۹۲۶ کال د مجدديانو په مشهوره ديني کورنۍ کې زيږېدلی و. نوموړي د مصر په الازهر پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې پای ته رسولې وې.
غبرګونونه
په افغانستان کې د صبغت الله مجددي پر مړینه د خواشینۍ غبرګونونه ښودل شوي. اجراییه مشر عبدالله عبدالله د صبغت الله مجددي پر مړینې د خواشینۍ سربېره هغه یو منځلاری مشر او سپین ګوی بللی دی.
د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د ثور له کودتا وروسته مجددي پاکستان ته ولاړ او د کابل دولت پر وړاندې يې سياسي او وسله واله مبارزه پيل کړه
افغانستان کې د ثور له کودتا وروسته چې د خلق ديموکراتيک ګوند قدرت ته ورسېد مجددي پاکستان ته ولاړ او د ملي نجات جبهې په نامه يې د کابل دولت پر وړاندې سياسي او وسله واله مبارزه پيل کړه.
په ۱۹۹۲ کال کې د ډاکتر نجيب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته ښاغلي مجددي د افغانستان اسلامي دولت د لومړني ولسمشر په توګه د څو مياشتو لپاره دنده ترسره کړې وه.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نوموړي ځان له سياسته ګوښه کړی و چې په ۲۰۰۳ کال کې د اساسي قانون د لويې جرګې د مشر په توګه وټاکل شو.
د عکس سرچینه، AFP
صبغت الله مجددي چې د یوه منځلاري ګوند مشر و، ډېری پلویان یې خپل مریدان، قومي مشران او یو شمېر لوستي روڼ اندي و چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پکې راځي.
صبغت الله مجددي د طالبانو حکومت له نسکورېدو وروسته ۲۰۰۱ لومړي کال کې د بون له بهیر سره یو ځای شو او د افغانستان سیاست کې فعاله ونډه درلوده.
نوموړي د افغانستان مشرانو جرګې د مشر په حیث هم دنده درلوده او د سولې ټینګښت کمېسیون مشري یې هم کړې.