د صبغت الله مجددي جنازه په ارګ کې وشوه

د ښاغلي مجددي د جنازې مراسم په ځانګړو دولتي تشریفاتو ترسره شول. د انځور حقوق Arg
Image caption د ښاغلي مجددي د جنازې مراسم په ځانګړو دولتي تشریفاتو ترسره شول.

د افغانستان د اسلامي دولت لومړني ولسمشر صبغت الله مجددي د جنازې مراسم د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې وشول او مړی یې د کابل عاشقان او عارفان سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

د چارشنبې په ورځ (سلواغه ۲۴مه) د نوموړي د جنازې مراسمو کې ګڼو چارواکو ګډون کړی و.

مجددي په ۱۹۹۰مو کلونو کې د افغانستان د اسلامي دولت لومړنی ولسمشر او د ملي نجات ګوند مشر و چې د تېرې دوشنبې په ورځ په ۹۳ کلنۍ کې ومړ.

نوموړی له ډېر وخته له ناروغۍ کړېده.

د افغانستان حکومت د چارشنبې په ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې ده او په هېواد کې به د هغه د مړینې له کبله ملي بیرغ نیم ځوړند وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلی مجددي په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د افغانستان د اسلامي دولت لومړنی ولسمشر او د ملي نجات ګوند مشر و

د صبغت الله مجددي د جنازې مراسم په ځانګړو دولتي تشریفاتو کې ترسره شول، چې د جګپوړو چارواکو په ګډون ګڼو بهرنیو ډیپلوماټانو هم ګډون پکې درلود.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې مراسمو کې د خپل ځان او د ټولو افغانانو "استاد" یاد کړ چې په وینا یې، مجددي د افغانستان د معاصر تاریخ له اوڅارو شخصیتونو څخه و.

د صبغت الله مجددي زوی نجیب الله مجددي هم په دې مراسمو کې موجود و او د دولت له خوا یې په تشریفاتي بڼه د خپل پلار د جنازې او خښولو مراسم وستایل.

د انځور حقوق Arg
Image caption د ښاغلي مجددي جنازه کې، چې په ارګ کې وشوه، جګپوړو دولتي چارواکو ګډون کړی و

صبغت الله مجددي

حضرت صبغت الله مجددي په ۱۹۲۵ د اپرېل پر ۲۵ کابل کې د مجدديانو په مشهوره ديني کورنۍ کې زيږېدلی و.

نوموړي د مصر په الازهر پوهنتون کې لوړې زدکړې پای ته رسولې وې.

افغانستان کې د ثور له کودتا وروسته چې د خلق ديموکراتيک ګوند قدرت ته ورسېد، په ضد یې د جهاد فتواوې ور کړل شوې او پر ضد یې یو او بل ځای خلک پورته شول.

مجددي- چې په ډنمارک کې و- له هغه ځای پاکستان ته ولاړ او د ملي نجات جبهې په نامه يې د هغه مهال د حکومت پر وړاندې سياسي او وسله واله مبارزه پيل کړه.

نوموړی چې د منځلاري ګوند مشر و، ډېری پلویان یې خپل مریدان، قومي مشران او یو شمېر لوستي روڼ اندي و چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پکې راځي.

د انځور حقوق Arg
Image caption افغان دولت د چارشنبې په ورځ عمومي رخصتي اعلان کړه

صبغت الله مجددي په ډانګ پېیلو خبرو مشهور و، خبرو کې ډېر نه تمېده او ان کله به یې ژر هم قضاوت کاوه.

په ۱۹۹۲ کال کې د ډاکتر نجيب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته ښاغلي مجددي د افغانستان "اسلامي دولت" د لومړني ولسمشر په توګه د دوو مياشتو لپاره دنده ترسره کړه او د اسلام اباد د موافقې له مخې یې د جمعیت ګوند مشر برهان الدین رباني ته وسپارله.

د ګلبدین حکمتیار او د جنرال دوستم د ډلو په مشرۍ د همغږۍ شورا په جوړېدو سره مجددي د دې شورا مشري کوله.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نوموړي ځان له سياسته ګوښه کړی، خو یو وخت یې د طالبانو او د جهایانو د قومندان احمد شاه مسعود د بندیانو تبادله هم وکړه.

ورته مطالب