حامد کرزی: لنډمهالی حکومت افغان کشاله نشي هوارولی

د انځور حقوق Getty Images

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، افغان کشاله د لنډمهالي حکومت په جوړېدو سره نه اورېږي.

د افغان سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد د هڅو پیلېدو سره لوېدیځو رسنیو وویل، چې امریکا له طالبانو سره د سولې لپاره افغانستان کې لنډمهالي حکومت غواړي.

خو خپله خلیلزاد او افغان حکومت وویل، چې د دوی ترمنځ د دا ډول حکومت جوړېدو خبره نه ده شوې.

حامد کرزی هم د بي بي سي د کابل دفتر مشر شعیب شریفي او خبریال اسد لودین سره مرکه کې وايي، چې د لنډمهالي حکومت پلوي نه دی.

نوموړی دا هم وايي، چې طالبان باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

د ولسمشر کرزي دا څرګندونې په داسې مهال دي چې طالبان له افغان حکومت سره له خبرو ډډه کوي.

خو دې ډلې تېره اونۍ لومړی ځل د افغان سولې په تړاو مسکو غونډه کې د حامد کرزي په مشرۍ د پخواني افغان حکومت له چارواکو سره ولیدل.

Image caption حامد کرزی د بي بي سي خبریال اسد لودین سره د مرکې پر مهال

خپله حامد کرزی هم دغې غونډې ته تللی و او وايي، هغه غونډه کې د پردې تر شا پر دې پراخې خبرې شوې چې طالبان څنګه له ټولنې سره یو ځای شي.

نوموړی د مسکو خبرې ډېرې ګټورې بولي:

"پراخې خبرې وې، د افغانانو ترمنځ اولنۍ خبرې وې، که څه هم خبرې بهر او مسکو کې وې، خو په ټوله مانا د افغانانو ترمنځ خبرې وې."

حامد کرزي خپله واکمنۍ کې قطر کې د طالبانو دفتر سره مخالفت وکړ او له امله د افغان سولې لپاره د خبرو پیلېدو هڅې هم شنډې شوې.

نوموړي بي بي سي ته وویل، چې هغه مهال د قطر دفتر د سولې لپاره نه و پرانیستل شوی:

"هلته ما د امریکا په نیت شک درلود، زما مخالفت د دفتر د پرانیستلو د څرنګوالي په هکله و. ما شک درلود چې امریکا غوښتل چې افغانستان کې دوه سری حکومت وي".

حامد کرزی دا هم وايي، چې امریکا اوس غواړي افغانستان کې سوله راشي، ځکه دی هم د زلمي خلیلزاد د سولې هڅو ملاتړ کوي او ور سره همکار دی.

له بلې خوا وسلوال طالبان راتلونکې دوشنبه اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ګوري.

دا ډله به د دې میاشتې وروستیو کې بیا له امریکايي پلاوي سره د سولې خبرې لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حامد کرزی وايي، طالبان باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

امریکايي چارواکي وايي، چې د پاکستان په هڅو طالبان ور سره خبرو ته کېناستل

خو حامد کرزی وايي، لا هم د پاکستان په نیت شک لري:

"افغانستان کې د جګړې عاملان امریکا او پاکستان دي، اوس چې امریکا سوله غواړي، هیله ده پاکستان دې پایلې ته ورسېږي چې افغانستان لاسوهنه بنده کړي".

نوموړی دا هم وايي، پاکستان به دا لویه تېروتنه کوي چې که اوس هم په دې باور وي چې افغانستان کې د ستراتیژیک نفوذ ساحه جوړه کړي.

په ورته مهال زیاتوي، که پاکستان له افغانستان سره ریښتونې دوستي غواړي نو افغانان هم ور سره سل ځله دا ملګرتیا غواړي.

ورته مطالب