موټر چلوونکي: طالبان او پولیس د کابل-هرات پر لاره باج اخلي

غزني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د غزني چارواکي دا ادعا ردوي چې پولیس له موټر چلوونکو پیسې اخلي

د کابل - هرات د لويې لارې یو شمېر موټر چلوونکي وایي، په دې لاره د امنیتي پوستو ساتونکي او طالبان له دوی څخه په زور پیسې اخلي. دوی ادعا کوي چې له هراته تر کابله پورې په بیلابېلو ځایونو کې د بار وړونکو موټرو چلوونکي اړ دي چې امنیتي پوستو او طالبانو ته له ۲ زرو نیولې تر ۲۰ زره افغانۍ باج ورکړي.

موټر چلوونکو ګواښ کړی دی چې که يې ستونزو ته رسیدنه و نشي نو دوی به دهېواد په کچه له نورو موټر چلوونکو سره ځمکنی ترانسپورت ودروي.

د غزني امنیتي چارواکو د موټر چلوونکو دا ادعا ردوي. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم بي بي سي ته ویلي، دوی له هېچا هم د دې لارې په اوږدو کې نامشروع غوښتنه نه کوي.

د هغه په وینا، له یو شمېر هغو شرکتونو څخه چې له بهره اموال واردوي، یوه ځانګړې سلنه مالیه اخیستل کېږي، او دا مالیه له دې شرکتونو سره په سلا مشوره ټاکل شوې ده، او رسید یې ورکول کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي مسعود انداربي بیا ویلي، که چیرته پولیس په مالي فساد کې ښکیل وي له دوی سره به د وسله والو مخالفینو په څیر چلند وشي.

دافغانستان دلویو لارو ګڼ شمېر موټر چلوونکي وايي، د ناامنیو ترڅنګ د پیسو ناقانونه غوښتنو دوی ته زیاتې ستونزې جوړې کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

موټر چلوونکي پر طالبانو هم تور لګوي چې د لویې لارې په اوږدو کې له دوی باج اخلي

نظر محمد د کابل - هرات د لویې لارې یو موټر چلوونکي دی. هغه وايي، په ناقانونه توګه د پیسو اخیستنه له هراته بیا تر کابله پوري دوام لري.

د هغه په وینا، په ځینو سیمو کې ورڅخه یوه امنیتي پوسته په یوه اوبله پلمه څلور ځلې پیسي اخلي.

غلام شاه ددغې لارې یو بل موټر چلوونکی دی هغه هم د اعتراض په توګه وايي، یوازې پولیس ورڅخه پیسې نه اخلي، بلکې طالبان هم دمحصول په نامه ورڅخه یوه اندازه پیسې اخلي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د لویو لاریو چلوونکي وایي، د وزن تللو ځای کې هم له دوی پیسې غوښتل کېږي

د کابل - هرات لویه لاره له غزني ولایت څخه تیریږي. دغزني د امنیې قومندان غلام داود تره خیل وايي، د دغه ولایت پولیس له موټر چلوونکو څخه پیسي نه اخلي. دهغه په خبره چې کله کله طالبان په ځینو سیمو کې له موټروانانو پیسې اخلي.

د دې لارې موټر چلوونکي دا هم وايي، چې پر پولیسو او طالبانو سربیره د لوړ بار د کنټرول تلې هم په بیلا بېلو پلمو له دوی پیسي اخلي.

موټر چلوونکي وايي، دغه حالت دوی پکو کړي دي. نو ځکه يې په اعتراضي لاریون لاس پورې کړی.

له دې وړاندې هم د نورو لارو موټرو چلوونکو په ورته اعتراض لاس پورې کړی و. دا ځل موټر چلوونکو ګواښ کړی، چې که يې ستونزو ته رسیدنه ونشوه نو د ټول هېواد په کچه به ځمکنی ترانسپورت ودروي.