افغانستان ته د پیسو سپینولو په هکله د اروپایي ټولنې خبرداری

ډالر د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اروپايي ټولنې د پیسو سپینولو د ډېر خطر لرونکو هېوادونو نوملړ کې د ور زیاتولو خبرداری ور کړی.

د افغانستان بانک وايي، دغه نوملړ ته ور زیاتېدلو سره یې د هېواد اقتصاد له سخت خطر سره مخ کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي بي بي سي ته وویل، اروپايي ټولنې دا خبرداری تېره اونۍ دغه وزارت ته سپارلی او دوی هم دا مسله له افغانستان بانک سره شریکه کړې ده.

* د پیسو سپینولو لاملونه او لارې

* افغان چارواکي ولې له خپلو شتمنیو ثبتولو تښتي؟

* د ۲۶ کسانو شتمني د 'ځمکې نیمايي وګړو له شتمنۍ سره برابره ده'

د اروپايي ټولنې کمېسون د هغو ۲۳ هېوادونو نوملړ خپور کړی چې د پیسو سپینولو لوی خطر سره مخ دي.

افغانستان، عراق، سعودي او نور افریقايي هېوادونه هم دې نوملړ کې دي.

دې نوملړ کې د دغو هېوادونو د اچولو معیارونه د پیسو سپینولو مبارزې ستراتیژۍ کي نیمګړتیا او د ترهګرۍ مالي خوندیتوب دی.

د اروپا کمېسون دا وړاندیز باید د دغې ټولنې پارلمان او ۲۸ غړي تصویب کړي.

د افغانستان بانک غبرګون

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان بانک وايي، د اروپايي ټولنې خبرداری ارزوي او زیاتوي چې دې نوملړ ته د افغانستان اچول د دغه هېواد اقتصاد له سخت خطر سره مخ کوي.

د افغانستان بانک وایي، چې اقتصادي او مالي ته د تورو پیسو د ننوتو د مخنیوي لپاره نور خنډونه جوړوي.

دې نوملړ ته د یو هېواد زیاتېدل په دې مانا نه دي چې له بانکي بندیزونو سره مخ کېږي، بلکې اروپايي ټولنې بانکونه اړ کېږي چې د دغو هېوادونو له مانکونو سره مالي معاملو کې ډېر څار وکړي.

پیسې سپینوال داسې بهیر دی چې پکې له بې قانونه لارو ترلاسه شوې پیسې په داسې پیسو یا شتمني بدل شي چې په ښکاره له قانوني لارو ترلاسه کېږي او په دې ډول "پاکې پیسې" اقتصاد ته ننوځي.

ورته مطالب