ځینې افغانان د سوېډنۍ پېغلې جرمانه ولې ور کوي؟

ارسن د انځور حقوق Alamy

ځینې بهر مېشتو افغانانو د هغې سوېډنۍ پېغلې د جرمانې ور کولو ټټر وهلی چې تېر دوبی یې له خپل هېواد د یوه افغان کډوال د ستنېدلو د مخنیوي لپاره الوتکه کې اعتراض وکړ.

که څه هم هغه مهال د نوموړې دا کار خواله رسنیو کې وستایل شو، خو محکمې د هوايي قانون په خلاف ورزۍ تورنه کړه او اوس له جرمانې سره مخ ده.

داود د خوست اوسېدونکی او قطر کې د ښاروالۍ برخه کې د ټیکنالوجۍ برخه کې کار کوي، دی وايي، دې سوېډنۍ سره ځکه د جرمانې پرې کوي چې د افغانانو د ملاتړ له امله له دغې ناغې سره مخ شوې ده.

داود چې کله د دوشنبې په ورځ د بي بي سي دا خبر ولید چې الین ارسن د یوه افغان کډوال د ویستلو مخنیوي له امله ۳۲۴ ډالره جریمه شوه، نو له بي بي سي یې وغوښتل چې د دې سوېډنۍ سره یې اړیکه جوړه کړي.

نوموړی وايي، کله یې چې تېر جولای کې له سوېډن د افغان کډوال د وېستلو د مخنیوي لپاره د ارسن ویډیو لیدله ورته ژړل یې:

"دا فکر مې کاوه چې د افغانان درد او تکلیف درکولی شي، خو افغانستان کې یو افغان د بل لپاره څا کني، خو یوه اروپایۍ زموږ دفاع کوي."

داود وايي، پر بي بي سي سربېره دا هڅه هم وکړه چې د خواله رسنیو له لارې یې شمېره پیدا کړي او زنګ ورته ووهي:

"خو شمېره یې بنده وه، مګر بیا هم هڅه کوم چې یو نه یو ډول هغې ته دا د جرمانې پیسې واستوم."

پر داود سربېره جرمني مېشتی عارف تلاش- چې د کډوالو حقونو فعال دی- له بي بي سي یې ورته غوښتنه کړې او دا یې هم لیکلي: "نن د نړیوالو رسنیو له طریقه خبر شوم چې ایلن اریکسون هغه سوېډني فعاله چې د یوه افغان کډوال د ویستلو مخنیوی یې کړی و ۳۲۴ ډالره جریمه شوه. زه اماده یم چې د ټولو هغو کډوالو (په ځانګړي توګه افغانا) د حقوقو څخه د دفاع لپاره چې په نړۍ کې د ژوند کولو لپاره د یوه نسبي امن ځای په لټه کې دي، د نوموړي ټوله جرمانه پرې کړم."

نوموړې دا هم وايي، چې د هغې زړورتیا د زړه له کومې ستایي او دا ډول خلکو غږ باید خاموش نشي.

"پر څوکۍ نه کېنم"

محصلې الین ارسون د ۲۰۱۸ کال جولای کې په هغه الوتکه کې ټکټ اخیستی و چې فکر یې کاوه یو افغان کډوال بېرته افغانستان ته پکې لېږل کېږي، نوموړې ویل تر هغه په څوکۍ نه کېني چې افغان کډوال نه وي خلاص شوی.

که څه هم د الین د نظر وړ افغان کډوال په هغه الوتکه کې نه و چې نوموړي فکر کاوه، خو یو بل افغان چې د بند موده يې هم پوره کړي وه له سوېډنه په همدې الوتکه کې ویستل کېده.

۲۱ کلنې الین هغه مهال خپل اعتراض له فېسبوک په ژوندۍ بڼه خپوروله.

په دغه ویډیو کې لیدل کیږي چې د الوتکې خدماتي ډله او مسافر هڅه کوي چې نوموړي په خپل ځای کې په کېناستلو راضي او د ویډیو له خپرولو يې ودروي.

خو الین مسافرو او خدماتي پرسونل ته وايي، که دا سړی افغانستان ته ولېږئ وبه وژل شي او په په زوره غږ يي ټينګار کاوه "د یوه کس د ژغورنې لپاره به هر هغه څه وکړم چې له لاسه مې کیږي او الوتکه تر هغې د پرواز اجازه نه لري چې یو کس هم ولاړ وي".

د انځور حقوق ARIF TALASH

الین له پرلپسې اعتراض وروسته د ۵۲ کلن افغان کډوال او د ده له ساتونکي سره یو ځای له الوتکې وویستل شول.

د الین دا کار هغه مهال له تود او پراخ هر کلي سره مخ شو او ژوندۍ ویډیو یې له ۱۳ میلیونو ډېرو کسانو ولیده.

خو نوموړې د تېر کال اکتوبر وروستیو کې له محاکمې سره مخ شوه د هوایي حقونو د خلاف ورزۍ په تور محاکمه شوه.

په ګوتنبرګ کې محکمه الین ارسن د پیلوټ غوښتنو ته د نه پاملرنې له امله د هوايي قانون په زیانمنولو تورنه کړې وه او تېرو ورځو کې یې ۳۲۴ ډالره جرمانه کړه.