ایران څه باندې ۶۰۰ افغان بندیان افغانستان ته وسپارل

زندان
Image caption ایران شاوخوا پنځه کاله مخکې د لومړي ځل لپاره ۱۶ افغان بندیان افغانستان ته وسپارل او په مقابل کې یې افغانستان هم شاوخوا ۱۴ ایراني بندیان د ایران حکومت ته وسپارل.

د افغانستان حکومت ویلي، ایران څه باندې ۶۰۰ افغان بندیان، چې په ایران کې زنداني شوي وو، افغانستان ته سپارلي دي. په پام کې ده افغانستان هم ایراني بندیان دغه هېواد ته وسپاري. د بندیانو د تبادلې بهیر له ۱۳۹۳ کال راهیسې پیل شوی.

د افغانستان د عدلیې وزارت ویلي، دا بندیان اوس په هرات کې دي.

ویل کېږي په دغو افغان بندیانو کې د ایران زاهدان، شمالي خراسان، خراسان رضوي، سمنان، شیراز، مازندران، کرمان او یزد سیمو کې نیول شوي افغان بندیان دي.

په پام کې ده چې له افغانستانه ۱۸ ایراني بندیان هم ایران ته وسپارل شي.

ایران او افغانستان په ۱۳۸۵ کال یوه هوکړه لاسلیک کړه، چې پر بنسټ یې په دواړو هېوادونو کې د بل هېواد نیول شوي بندیان د بند پاتې موده په خپل هېواد کې پوره کړي.

'ایران دې د افغان بندیانو د اعدام پرېکړه وځنډوي''

۱۴ ایراني بندیان تهران ته ولېږدول شول

ایران شاوخوا پنځه کاله مخکې د لومړي ځل لپاره ۱۶ افغان بندیان افغانستان ته وسپارل او په مقابل کې یې افغانستان هم شاوخوا ۱۴ ایراني بندیان د ایران حکومت ته وسپارل.

د افغانستان د بندیانو د لېږد ډلمشر عزیز احمد سرباز وايي، په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا ۶۳۰ افغان بندیان افغانستان ته لېږدول شوي. په دغو بندیانو کې ډېری یې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو.

ښاغلی سرباز زیاتوي، تر اوسه ایران څه باندې ۱۲۸۰ افغان بندیان افغانستان ته سپارلي دي.

دی وايي، دا لړۍ به دوام کوي او په پام کې ده چې د راتلونکي کال تر لومړۍ ربعې پورې ۲۰۰۰ بندیان افغانستان ته وسپارل شي.

Image caption افغان حکومت وايي، دا مهال شاوخوا پنځه زره افغانان ایران کې بندیان دي

افغان حکوت وايي، دا مهال شاوخوا پنځه زره افغانان په ایران کې بندیان دي چې شاوخوا زر یې بېرته د ستنېدو لپاره زړه نه ښه کوي؛ ځکه چې کورنۍ یې هم په ایران کې ديږ

پخوا افغانستان ته له ایرانه د سپارل شویو بندیانو کورنۍ ادعا کوي چې په ایران کې افغان بندیان مدافع وکیل ته لاسرسی نه لري او له محاکمې پرته تر نامالوم وخت پورې زندان کې وو.

خو د افغانستان د لویې څارنوالۍ چارواکي وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې، د تبادله کېدونکو بندیانو په اړه حکم بدلېدای او سزا یې هم کمېدای شي.

ورته مطالب