'د سولې هره هوکړه کې باید د ښځو حقونه سرې کرښې وي'

د انځور حقوق ARG
Image caption غونډه کې د سولې عالي شورا او افغانستان کې د امریکا سفیر ډاډ ورکړ چې د ښځو پر حقونو او نورو لاسته راوړنو به هیڅ ډول معامله نه کیږي.

د طالب او امریکایي چارواکو د خبرو بل پړاو ته له نژدې کېدو سره سم، د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وایي چې دغو خبرو او د سولې هر ډول هوکړه کې باید د ښځو حقونه سرې کرښې وي.

افغان چارواکي د سولې ټینګښت ته هیله من برېښي، خو مېرمنې بیا اندیښمنې دي چې د طالبانو په راتګ به بیا د دوی ازادۍ محدودې او حقونه به یې تر پښو لاندې کیږي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره سیما سمر وایي، د سولې په بحثونو کې باید د ښځو پر حقونو سترګې پټې نه شي او د ټولنې دا نیمایي برخه هم پر روانو خبرو ورګډه شي:

"د خلکو ونډه حتمي ده او په ځانګړي توګه د ښځو معنا لرونکي ونډه، دا په دې معنا چې هم باید د ښځو ونډه ډېره شي او هم میرمنې له هغې وخته چې مونږ د سولې خبرې پیلوو او یا د سولې د پیل خبرو لپاره پلان جوړوو، باید دوی په کې برخه ولري، ښځې باید په خبرو کې شریکې وي او د سولې هوکړه لیک په تطبیق کې هم، له دې پرته به مونږ یواځې د افغانستان له نیم نفوس سره سوله ولرو چې دا خپله دا ښکاره کوي چې مونږ د سولې په لوري نه ځو."

ښځې د خپلو حقونو د ټینګښت غوښتنه په داسې مهال کوي چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ یو ځل بیا طالب او امریکایي استازي د سولې د خبرو په موخه دوحه کې سره جرګه شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پای ته رسیږي، طالبان به له دوی سره خبرې کوي چې په کې به ټولې لاسته راوړنې خوندي وي.

د دغې شورا د دارالانشاء مشر عمر داودزی وایي، د سولې په جوړیدونکې لویه جرګه کې هم ښځو ته د پام وړ ونډه په پام کې نیول شوې ده:

"دا چې په لویه جرګه کې به د مېرمنو ونډه څنګه او څومره وي اوس داسې ویلای شو چې دا ځل به د لويې جرګې په غونډه کې د دوی ونډه لږ تر لږه ۳۰ سلنه وي."

د سولې په اړه لویه جرګه د کب میاشتې په وروستیو کې جوړیږي او د سولې عالي شورا وایي، دا جرګه له تېرو هغو سره ځکه توپیر لري چې د دوی په ټکو نادولتي څېرې ګډون په کې کوي او د تابیا نیولو چارې یې هم نادولتي کمیسیون ته سپارل کیږي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم د سولې په بهیر کې د ټولنې د ټولو قشرونو د حقونو د ساتنې ډاډ ورکوي:

"د دې هېواد وګړي باید د هغو کسانو په څېرو کې ځانونه وویني چې له طالبانو سره د هېواد د راتلونکې په اړه پر مهمو مسئلو خبرې اترې کوي، موږ به د خپلو خویندو وروڼو تر څنګ ولاړ وو او افغانستان لپاره داسې راتلونکې غواړو چې ټول افغانان په کې سوله ییز او باعزته ژوند ولري."

د انځور حقوق .
Image caption د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر عمر داودزی وایي، د سولې په جوړیدونکې لویه جرګه کې هم ښځو ته د پام وړ ونډه په پام کې نیول شوې ده

د مسکو په تېره غونډه کې هم د طالب پلاوي مشر وویل چې دوی د ښځو حقونو ته درناوی کوي او د کار او تعلیم په برخه کې هغه حقونه ورکوي چې اسلام ورکړي دي.

د مسکو د غونډې په تعقیب به د طالب او افغان سیاستوالو بله غونډه د مارچ په لومړیو کې وشي چې هلته به هم د مسکو په څېر یوشمېر میرمنې په کې ونډه واخلي.

ورته مطالب