افغان حکومت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

زاهد د انځور حقوق Facebook
Image caption کابل کې د پاکستان سفیر ویلي وو، که هند پر پاکستان برید کوي نو د افغان سولې پروسه به زیانمنه شي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان د وروستۍ سیاسي ترینګلتیا او د افغان سولې د خبرو په اړه په کابل کې د پاکستان د سفیر څرګندونې غندلې دي او هغه یې کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته ور احضار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې اړه یې خپل رسمي احتجاج د یو لیک په توګه کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله ته سپارلی دی.

ښاغلي نصرالله پرون سه شنبه یوې خبري غونډې ته ویلي وو، که هند د پاکستان پر ضد پوځي ګام پورته کړي نو له دې سره به په افغانستان کې د سولې روانې خبرې اغېزمنې شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption عمران خان ویلي، که هند پر پاکستان برید وکړي نو پاکستان به ځواب ورکوي

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي نصرالله دا څرګندونې نا مسوولانه، بې بنسټه او د ښه ګاونډيتوب د اصولو خلاف بللې دي.

بي بي سي د هغه رسمي مکتوب متن ترلاسه کړی چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د احتجاج په توګه په کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارلی دی.

په دې لیک کې راغلي دي چې د افغانستان د سولې موضوع باید د پاکستان او یو بل ګاوندي هېواد ترمنځ شخړې سره ونه تړل شي، ځکه دا به د سولې خبرو کې د ښکېلو غاړو د وېرولو په مانا وي.

لیک زیاتوي چې کابل کې د پاکستاني سفیر وروستۍ څرګندونې د پاکستان د هغې ادعا سره هم په ټکر کې دي چې وایي، په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د هند لومړي وزیر مودي ویلي، له پاکستان سره د خبرو وخت ختم شو او اوس د عمل وخت دی

په لیک کې راغلي چې له دې څرګندونو د افغان حکومت پخوانی دریځ سم ثابتېږي چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په دې لیک کې ویلي، افغان حکومت د پاکستان له حکومت او خلکو سره ښه اړیکي غواړي، خو د دې لپاره پاکستان باید د هغو ورانکارو ډلو ملاتړ بند کړي چې په افغانستان کې بې ثباتي رامنځته کوي، او باید د افغان سولې په خبرو کې مثبت رول ولوبوي.

افغان حکومت دا غبرګون په داسې وخت کې ښیي چې تېره اونۍ د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۴۶ هندي سرتېري ووژل شول.

د دې برید مسوولیت پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جیش محمد ومانه.

له دې برید دوه ورځې وروسته په پلواما سیمه له وسله والو سره په یوه نښته کې څلور نور هندي پوځیان او یو پولیس ووژل شول.

د انځور حقوق EPA
Image caption د کشمیر په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۴۶ هندي سرتېري ووژل شول

له دې بریدونو وروسته د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ګواښنه وکړه چې له پاکستان سره د خبرو وخت ختم شوی دی او اوس د عمل وخت دی.

په ځواب کې یې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، که هند د پاکستان پر ضد پوځي ګام اخلي نو پاکستان به یې هم ځواب ورکوي.

ټاکل شوې وه چې د افغان طالبانو مذاکراتي ټیم روانه اونۍ په اسلام اباد کې د امریکا له مذاکراتي ټیم او همدا راز د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره وویني.

خو طالبانو وروسته اعلان وکړ چې د دوی د مذاکراتي ټیم غړو ته د ملګرو ملتونو او امریکا د بندیزونو له کبله د سفر اجازه ورنکړل شوه، او دوی به پاکستان ته سفر نه کوي.

ورته مطالب