د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ: د نړۍ له کومو ژبو خبر یاست؟

د انځور حقوق UN
Image caption ملګرو ملتونو د فبرورۍ ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ نومولې.

نن د فبرورۍ ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده.

دا ورځ د ملګرو ملتونو له لوري د ۱۹۹۹ کال په یونیسکو کانفرانس کې په بنګله دیش کې ونومول شوه، او له ۲۰۰۰ کال راهیسې لمانځل کېږي.

د دې ورځې موخه په ځانګړي ډول د هغو ژبو لمانځل دي چې ویوونکي یې لږکي او د یوې سیمې اصلي اوسېدونکي دي. د ملګرو ملتونو بله موخه د حکومتونو او ادارو هڅول دي چې ماشومانو ته په مورنۍ ژبه تعلیم برابر کړي، همدا ژبې په راکړه ورکړه کې وکارول شي او د ورکېدو مخنیوی یې وشي.

د شلمې پیړۍ په پیل کې ګومان کېدو په نړۍ کې به له زرو ډېرې ژبې نه وي. خو د وخت په تېرېدو، د څیړنو او د معلوماتو په زیاتېدو خلک پوه شول چې په نړۍ کې په زرګونو ژبې دي چې ځینې یې لږ او ځینې یې ډېر ویونکي لري.

د انځور حقوق Adam Berry
Image caption په نړۍ کې په زرګونه ژبې دي چې تر ټولو ډېر په چینایي (ماندرین) ژبه خبرې کوي.

د نړۍ ژبې

څېړنې ښيي په نړۍ کې له ۶۵۰۰ تر ۶۹۰۰ پورې ژبې دي. له دې ډلې یې ۲۰۰۰ داسې دي چې په هره یوه یوازې د زرو شاوخوا خلک خبرې کوي.

تر ټولو ډېر خلک بیا په ماندرین (چینایي) ژبه غږېږي چې شمېر یې له ۱.۲ میلیاردو خلکو اوړي.

همدارنګه اسپانوي، انګریزي، هندي، عربي، پورتګالي، بنګالي، روسي او جاپاني بیا په ترتیب تر ټولو ډېر ویونکي لري.

یوه بېلګه د پاپو نیو ګیني هېواد دی چې ۳.۹ میلیونه وګړي لري، خو خلک یې په اټکل شویو ۸۳۲ ژبو خبرې کوي، په دې مانا چې نژدې هر ۴۵۰۰ خلک په یوه بله ژبه خبرې کوي او دغه ژبې بېلابېلې ریښې لري.

له پورته یادو شمېرو کابو ۴۰٪ یې د ورکېدو یا مړینې له ګواښ سره مخ دي. کارپوهان په دې نظر دي چې یوه ژبه هغه مهال د ورکېدو له ګواښ سره مخ کېږي چې نوی نسل او ماشومان یې نه زده کوي. هغه مهال چې د یوې ژبې پاتې ویونکي په کمېدو شي ژبه په ورکېدو شي.

ملګري ملتونه وایي په هرو دوو اونیو کې یوه ژبه له منځه ځي، چې ورسره یو بشپړ کلتور، دود او فکري میراث هم ورکېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په بېلابېلو ژبو لیکل شوي د مینې توري.

مړه ژبه

ځینې کارپوهان وایي د یوې ژبې ورکېدا په دې مانا ده چې د هغې ویونکي له منځه تللي او نور نشته. خو ډېری وختونه داسې هم شوي چې د یوې ژبې ویونکي خپله ژبه د یوې بلې ژبې لپاره پرېږدي چې اقتصادي ګټې لري.

دغه پرېکړه چې خپله ژبه پرېښودل کېږي او پر ځای یې د انګریزۍ او یا نورو پیاوړو ژبو په څېر ژبې زده کېږي تر ډېره پر چاپېریال هم ولاړه ده.

د داسې ژبو بېلګې ډېرې دي چې د وخت په تېرېدو یا د اړتیا له مخې او یا هم د کارونې له مخې اوس مړې ګنل کېږي، لکه پخوانۍ یوناني، لاتین، پخوانۍ مصرۍ ژبه او سانسکریت.

نړیوالې ادارې وایي د مړو ژبو مانا دا نه ده چې یوه ژبه دې بیخي له منځه لاړه شي او هېڅوک دې پرې پوه نشي. پخوانۍ لاتین داسې ژبه ده چې اوس هم څېړونکي او په واتینکان کې پرې خلک خبرې کوي، او له پورته یادو شویو ژبو باندې اوس هم د ګوتو په شمېر خلک پوهېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سانسکریت ژبې بڼه

د ژبې راژوندي کېدل

کارپوهان په دې اند دي چې له یوې ژبې له مړینې وروسته د هغې د بېرته ژوندي کېدو شونتیا هم شته، یوه ښه بېلګه یې عبراني ژبه ده.

عبراني یو مهال داسې وه چې خلکو بیخي هېره کړې وه، او نړیوالو ادارو مړه بلله. خو د وخت په تېرېدو یهودانو خپله ژبه بېرته راژوندۍ کړه او اوس نږې ۵ میلیونه خلک پرې خبرې کوي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په مورنۍ ژبه د زدکړو حق

کارپوهان وایي یوه ژبه هغه مهال ژوندۍ پاتېږي چې (بیرغ) او (پوځ) ولري.

خو بیرغ او پوځ په دې مانا هم کېدی شي چې په یوه هېواد کې د بېلابېلو توکمونو او ژبو خلک راټول وي، دغه بیرغ او پوځ د دوی د بقا په مانا نه وي.

کله چې یوه ژبه مري له هغې سره یوه نړۍ مري. د یوې ټولنې له خپل ماضي، دود او دستور سره تړاو او اړیکه مري. ټول هغه میراثي او فکري شته چې یو مهال وو له منځه ځي.

د افغانستان د لږکیو ژبې

په افغانستان او پښتونخوا کې ډېرې داسې ژبې شته چې ویوونکي یې بیخي لږ او یا هم نشته. داسې ژبې چې نړیوالو ادارو مړې بللې. یوه یې د سوات بدېشي وه چې تېر کال د بي بي سي د رپوټ له مخې یوازې درېیو کسانو پرې خبرې کولې.

د افغانستان د لږکیو ژبې پشه یي، نورستاني، بلوڅي، ازبیکي، پامیري، براهوي او ځینې نورې دي.

په دې ویډیو کې د پورته یادو ژبو ویوونکو ځینې متلونه په خپله ژبه ویلي:

ورته مطالب