ولسمشر غني د ترکمنستان په رسمي سفر کې ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړل

غنی په ترکمنستان کې

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح،

ولسمشر محمد اشرف غني ترکمنستان ته تللی.

ولسمشر غني چې په یوه رسمي سفر د ترکمنستان پلازمینې عشق اباد ته تللی له خپل ترکمن سیال سره يي په یوه ګډه غونډه کې له دغه ګاونډي هېواد سره تاریخي ښې اړیکې وستایلې.

ولسمشر محمد اشرف غني د تېر ماښام په اووم رسمي سفر ګاونډي هېواد ترکمنستان ته له رسیدو وروسته نن له هغه هېواد سره ځینې مهم تړونونه لاسلیک کړل.

دواړو هېوادونو د دولتونو په کچه د ستراتژیکو اړیکو له هوکړه لیک ور هاخوا په اوه بېلابیلو نورو برخو کې هم ځينې یادښتونه او هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

ولسمشر غني د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف سره د ستراتژیکو اړیکو هوکړې له لاسلیک وروسته د جزیاتو په اړه وویل:

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح،

دواړو هېوادونو د دولتونو په کچه د ستراتژیکو اړیکو له هوکړه لیک ور هاخوا په اوه بېلابیلو نورو برخو کې هم ځينې یادښتونه او هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

"مونږ نن ویاړو چې د ترکمنستان له ولسمشر سره مو ستراتژیک هوکړه لاسلیک کړه،دا د لنډمهاله، اوږد مهاله او ډېر اوږدمهاله اړیکو لپاره ستر ګام دی. دا لومړی هوکړه لیک دی چې د وخت او زمان قید پکې نشته، دا په دې معنا چې د دولتونو او ولستونو تر منځ دا اړیکې به د متقابل درناوي پر بنسټ تل پاتې وي ".

دوی ځینې لاندې تړونونه لاسلیک کړل:

  • د تېلو او ګازو د پراختیا د ملاتړ تړون.
  • د هوايي خدمتونو د رامنځ ته کولو او مخامخ الوتنو تړون
  • د اقینې، اندخوی، تورغندۍ د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو او پراختیا تړون
  • هرات ولایت ته د لا زیاتې انرژۍ واردولو تړون

دا په داسې حال کې ده چې د کابل او عشق اباد تر منځ د دولتونو په کچه له ښو اړیکو ۲۷ کاله تیریږي.

همدا مهال افغانستان او ترکمنستان د هوايي خدماتو، ګمرکونو ، د دواړو هېوادونو تر منځ د رېل ګاډي نړیوال خط د تیریدو په برخه کې هوکړه لیکونه او د سوداګری په برخه کې د ښو اړیکو د رامنځته کیدو ځينې یاداښتونه هم لاسلیک شول.