کرېکټ: افغانستان له ایرلنډه لومړۍ شل اوریزه لوبه وګټله

کریکټ د انځور حقوق ACB
Image caption راشد خان دوه ویکټې واخیستلې.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن پنجشنبه ایرلنډ ته په خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه کې په ۵ وېکټو ماتې ورکړه. ایرلنډ لومړۍ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه. د افغانستان د پاڼۍ پیل ښه نه و، خو په پای کې یې ټاکل شوی هدف په ۵ وېکټو په وروستي اور کې بشپړ کړ.

د افغانستان محمد نبي ۲ وېکټې واخیسې او ۴۹ منډې یې جوړې کړې، او په دې حساب د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دواړو هېوادونو تر منځ د درېیو شل اوریزو لوبو په لړۍ کې لومړۍ هغه یې نن د هند په دیرادون کې ترسره شوه.

د ایرلنډ کپتان پچه وګټله او د لومړۍ یې د توپ وهلو پریکړه وکړه. افغان کپتان اصغر افغان وویل ده په دوهمه برخه کې به پېچ لوند وي، ځکه دی په دې پرېکړه خوښ دی.

د افغانستان لوبډله کې ځینې بدلونونه تر سترګو کېدل، تر ټولو مهم یې د توپ وهونکي او وېکټ کیپر محمد شهزاد نه شتون و، چې افغانستان په دې دوره کې یوازې د ټسټ لوبو لپاره نیولی. په لوبه کې تېز توپ اچوونکی فرید ملک او شرف الدین شرف ته هم ځای ورکړل شوی و.

د انځور حقوق ACB
Image caption سمیع الله شینواري ۱۷ او محمد بني ۴۹ مندې وکړې

د افغانستان له لوري توپ اچول مجیب الرحمن پیل کړل او ډېر ژر یې د ایرلنډ لومړی لوبغاړی وسوځاوه. د ایرلند له لوري تر ټولو ډېرې منډې ډوکرېل ۳۴ او پونټر ۳۱ وکړې.

د افغانستان له لوري محمد نبي او راشد خان دوه دوه ویکټې واخیستلې، مجیب الرحمن او کریم جنت بیا یوه یوه ویکټه واخیستله.

ایرلند د ۶ لوبغاړو په سوځېدو په شلو اورونو کې ۱۳۲ منډې جوړې کړې.

د انځور حقوق ACB
Image caption نجیب ځدراڼ هم تر پایه پر وېکټه پاتې شو

د افغانستان له لوري د لوبې پیل حضرت الله ځاځي او لوبډمشر اصغر افغان وکړ. خو دواړه تر ډېره پر وېکټه پاتې نشول. ورپسې کریم جنت، شرف الدین اشرف او سمیع الله شینواری هم ژر وسوځېدل.

خو محمد نبي او نجیب ځدراڼ د افغانستان لپاره وضعیت کنترول کړ او تر پایه پر وېکټه پاتې شول. د افغانستان له لوري تر ټولو ډېرې منډې محمد نبي وکړې چې په ۴۹ نا سوځېدلی پاتې شو.

د دغې لړۍ دویمه شل اوریزه به د شنبې په ورځ د فبروري په ۲۳ مه ترسره شي.

افغانستان به له ایرلنډ سره پر همدې میدان ۳ شل اوریزې لوبې، پنځه پنځوس اوریزې او یوه پنځه ورځنۍ ټسټ لوبه هم شامل دي.

د انځور حقوق ACB
Image caption محمد نبي د لوبې غوره لوبغاړو وبلل شو

د یادولو وړ ده چې له دې مخکې د افغانستان او ایرلنډ تر منځ ۱۲ لوبې شوې چې ۹ یې افغانستان ګټلې او ۳ یې ایرلنډ ګټلې.

ایرلنډ له دې مخکې له افغانستانه وروستۍ لوبه په ۲۰۱۳ کې ګټلې وه.

افغانستان تر دې وړاندې هم په دیرادون کې له بنګله دېش سره شل اوریزې لوبې کړې دي او ټولې یې ورنه ګټلې وې.

اړونده مطالب

ورته مطالب