طالبان: ملا برادر د قطر راتلونکو خبرو کې ګډون نه کوي

د انځور حقوق Getty Images

طالبان له امریکا سره په را روانو خبرو کې د خپل نوي سرمرکچي ملا عبدالغني برادر د نه ګډون خبره کوي.

ټاکلې ده دا خبرې راتلونکې دوشنبه په قطر کې وشي.

رویټرز خبري اژانس وايي مخکښو طالب مشرانو ورته ویلي چې د دوحې په غونډه کې د ملا برادر د نه ګډون څو لاملونه دي.

یو له دې لاملونو د سولې په خبرو کې د هغه د رول په اړه د طالب مشرانو ترمنځ اختلاف دی او بل دلیل یې د سفر لپاره د اړین سند نشتوالی دی.

* د طالبانو د قطر دفتر د سولې او جنګ په درشل کې

* طالبانو د سولې خبرو لپاره نوې مرکچي ډله اعلان کړه

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د رویټرز رپوټ تحریف شوی بولي او له بي بي سي سره خبرو کې وايي:

"الحاج ملا برادر اخند به په مناسب فرصت کې سیاسي دفتر ته لاړ شي، هغه اوس هم خپل کارونه له نږدې څاري".

نوموړی دا هم وايي، چې ملا برادر له امریکایي پلاوي سره خبرو کې ځکه ګډون نه کوي چې د مذاکراتو لپاره یې داسې ځانګړی ټیم ټاکلی چې د خبرو د پرمخ بیولو وړتیا لري.

د نه ګډون لاملونه

د انځور حقوق .
Image caption ملابرادر نږدې اته کاله پاکستان کې بندي و.

خو رویټرز د ځینې سرچینو له خولې وايي، چې د دې کار یو لامل په قطر دفتر او سیاسي خبرو کې د ښاغلي برادر د ونډې پر سر په طالب مشرتابه کې اختلاف دی.

خو نور بیا د پاکستان فشار او یا د سفري اسنادو لکه پاسپورت نشتوالی د نه ګډون لامل بولي.

* د طالب- امریکا خبرې به افغان سولې ته لار برابره کړي؟

* د سولې خبرې؛ خلیلزاد ۶ ورځو کې ولې یو ټوېټ هم نشي کولی؟

دوحې ته د نوي طالب مرکچي پلاوي د هغو غړو د تګ په اړه هم پوره روښانتیا نشته چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د وروستیو خبرو په لړ کې په دوحه کې د راتلونکې دوشنبې ورځې غونډه مهمه بلل شوې او داسې رپوټونه شته چې ښايي د دواړو لورو ترمنځ په تېره شپږ ورځنۍ غونډ کې د ځینو څېړل شویو مسلو پر سر د خبرو بل پړاو ته د لارې هواري لپاره وروستۍ پریکړه وشي.

د تېرې غونډې دوه پرمختیاوې

د انځور حقوق U.S. INSTITUTE OF PEACE
Image caption دې خبرو کې زلمی خلیلزاد د امریکايي لوري مشر دی.

په تېره غونډه کې د امریکايي چارواکو په وینا پر دوو مسلو لومړنۍ هوکړه شوې وه یو دا چې امریکايي ځواکونه به له افغانستان وځي او بل دا چې افغانستان به نور د ترهګرو ډلو پر مرکز نه بدلیږي.

خو د ځواکونو د وتلو مهالویش او په مقابل کې یې اوربند هغه موضوعات دي چې لا یې هم په وړاندې خنډونه شته.

ملا عبد الغني برادر چې د طالبانو د بنسټګرو له ډلې یو دی او د دغې ډلې مخکېني مشر ملا عمر ته ډیر نږدې و په ۲۰۱۰ کال کې په پاکستان کې ونیول شو.

نوموړی څو میاشتې وړاندې د امریکا په غوښتنه له بنده ازاد شو او په دې وروستیو کې طالبانو په قطر کې د خپل سیاسي دفتر مشر وټاکه.

ورته مطالب