ورځپاڼې: خلیلزاد د مسکو د راتلونکې ناستې په اړه خبرې پیلوي

زلمی

د عکس سرچینه، Getty Images

ترکۍ ډیلي صباح ورځپاڼې لیکلي د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم کان د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

ورځپاڼه لیکي دواړو چارواکو په افغانستان کې د سولې او پخلاینې او په دې برخه کې د روانو هڅو او په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره د ترکیې پر ونډه خبرې وکړې.

ډیلي صباح ورځپاڼه زیاتوي، ښاغلی خلیلزاد او ورسره مل پلاوی یې ترکیې ته د دې لپاره راغلی چې له روسي چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.

ورځپاڼه لیکي په دې کتنه کې به د افغان سولې په اړه د مسکو د بلې غونډې په باره کې هم خبرې وشي.

امریکایۍ مجلې ټایم رپوټ ور کړی چې امریکا په افغانستان کې د اپیومو د جوړولو کار خونو د ویجاړولو لپاره روان عملیات پای ته رسولي.

دا خپرونه لیکي دا ګام وروسته له هغه پورته کیږي چې سلګونه هوايي بریدونه د دغو کارخونو په نښه کولو کې بې پایلې وو او اپیوم هغه کاروبار دی چې د ټایم په وینا طالبانو ته په کال کې دوه سوه میلیونه ډالره ګټه رسوي.

د نشه يي توکو پر کروند د امریکا بې پایلې بریدونه

د عکس سرچینه، Getty Images

ټایم لیکي دا پریکړه وروسته له هغه کیږي چې دا ډول په سلګونه هوايي بریدونه د اپيومو کارخونو په ویجاړولو کې بې پایلې وو.

د دې خپرونې په وینا دا پریکړه د سولې په خبرو کې د یو لړ پرمختګونو سره هم مهال کیږي.

وايي دا بریدونه د ۲۰۱۷ کال په نومبر میاشت کې پيل شوي و او دا هغه وخت و چې په افغانستان کې د اپیومو تولید تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي او امریکايي چارواکو اټکل کړی و چې طالبانو د اپيومو پنځه سوه کارخونې جوړې کړې وې او دې چارې د نا امنیو په پراخولو کې لویه ونډه لرله.

برتانوۍ انډیپنډینټ ورځپاڼې لیکلي د دوی موندنې ښيي چې له سوریې د جهادي ډلو د راستنو شويوغړو د ډلې یوازې لسمه برخه یې تر عدلي تعقیب لاندې نیول کیږي.

دا ورځپاڼه دا رپوټ په داسې مهال خپروي چې د برتانیا له حکومته هېواد ته د شمیمه بیګم د راستولو غوښتنې ډیرې شويې دي.

شمیمه بیګم پنځلس کلنه وه چې سوریې ته له داعش ډلې سره د یو ځای کېدلو لپاره تللې اوس هغه نولس کلنه ده او برتانیا ته د راتګ هیله لري خو له هغې برتانوی تابعیت تېره اونۍ واخیستل شو.

ورځپاڼه په دې برخه کې اندیښنو ته په اشارې وايي چې پولیس وايي له سوریې د داسې کسانو راستنول ځکه ستونزمن دي چې د دا ډول کسانو د مخینې یا سابقې معلومول اسان نه دي .

خو د برتانیا د امنیت وزیر د ورځپاڼې دا ادعا ناسمه بللې او ویلي یې دي تراوسه څلویښت تنه وسله والو له سوریې را ستانه شوي چې په بیلابیلو ډولونو ترې پوښتنې ګرویګنې شوې دي.

خو ورځپاڼه له سوریې او عراق د را ستنو شویو کسانو شمیر څلور سوه تنه ښيي چې امنیتي ارګانونه یې اندیښمن کړي دي.

د خوراکتوکو د تولید کچې کمېدل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ملګري ملتونه وايي د کروندې سیمې شل سلنه کمې شوې دي.

بله برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین لیکي چې د ملګرو ملتونو تازه څېړنې ښيي چې په نړۍ کې د خوراکي توکو د تولید کچه کمه شوې ده.

دا څېړنه ښيي چې د دې چارې څو لاملونه دي خو یو او تر ټولو مهم یې دا دی چې ښاري سیمې مخ په پراخیدو دي او د لویو فابریکو فعالیت ورځ تر بلې د خوراکي توکو پر کچه اغیز کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې د ملګرو ملتونو اټکل دا دی چې لږ تر لږه د کرنیزو ځمکه پر شل سلنې کر د پخوا پر تله ډیر کم شوی دی.