د کندهار معروف ولسوالي؛ تکتیکي لېږد که سقوط

د ویډیو تشریح،

"معروف سقوط نه دی کړی، لېږدول شوې"

د کندهار چارواکي وايي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه د غرنۍ معروف ولسوالۍ مرکز یې چې د لاسرسي ستونزه یې درلوده، بل ځای ته لېږدولی او پر هغې یې د طالبانو د ولکې ادعا رد کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې د معروف ولسوالۍ اداري مرکز بل ځای ته لېږدول کېږي.

چارواکي وايي، له لېږد وروسته یې سم لاسي سیمې ته ځمکنۍ لار پرانیسته او اکمالات یې ور ورسول.

د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي وايي، د ولسوالۍ د اداري مرکز د لېږد غوښتنه له څه مودې راهیسې په کابل کې تر څېړنې لاندې ده:

"د کندهار نظامي شورا په ګډه یوه فیصله وکړه چې په دې ولسوالۍ کې خلک هم نه وو او ولسوالي باید له دې ځایه راووځي او ساحه یې پراخه وي، کورنیو چارو وزارت ومنله چې تاکتیکي بدلون ورکړئ."

خو طالبانو ویلي، معروف ولسوالي یې له دوه کلنې کلابندۍ وروسته بشپړه نیولې ده.

رسنیو ته په استول شوې وینا کې دغې ډلې ویلي، چې دولتي کارکوونکو د سیمې تر پرېښودو وړاندې اداري ودانیو ته اور اچولی و.

د کندهار امنیه قومندان تادین خان وایي، د (وام) دره، چې د وسلوالو له خوا په ماینونو بنده شوې وه، تر پراخو عملیاتو وروسته او وسلوالو ته د دروند سرزیان اړولو وروسته یې لاره پرانیستې ده.

نوموړي وایې ولسوالۍ ته یې د همدې لاري اکمالاتي کاروان هم لیږدولي دی.

د کندهار سیمه ییز چارواکي د وسلوالو ادعا ردوي، چې ګواکي دغه ولسوالي یې نیولې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د معروف ولسوالۍ ودانۍ وړاندې د سرحدي ځواکونو په یوه پوځي مرکز کي وه، چې په تېرو دوو کلونو کې څو څله پر دغه مرکز او ودانۍ درانه بریدونه شوي دي.

د معروف ولسوالۍ ودانۍ وړاندې د سرحدي ځواکونو په یوه پوځي مرکز کي وه، چې په تېرو دوو کلونو کې څو څله پر دغه مرکز او ودانۍ درانه بریدونه شوي دي.

یوازې څو ورځې وړاندې د ولسوالۍ په وام دره کې د سرحدي ځواکونو پر یوه امنیتي پوسته د برید پر مهال تر لسو زیات افغان سرتېري وژل شوي وو.