افغان حکومت: د سولې لپاره طرحه لرو

ارګ د انځور حقوق ARG

افغان حکومت وايي، د هرې هغې غونډې او خوځښت هرکلی کوي چې حکومت پکې ښکېل وي او اجنډا یې د دوی له ټاکل شویو ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا افغان حکومت یوه طرحه لري او هر کله چې طالبان وغواړي دوی ورسره خبرو ته چمتو دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري د قطر راتلونکې غونډه هيله بښونکې بولي او تمه ښيي چې د طالبانو پلاوی به پکې له دوی سره د خبرو او اوربند په اړه پرېکړه وکړي:

''دغه غونډه کې به د امریکايي سرتېرو وتلو، افغانستان کې له القاعده او داعش سره مبارزه کې د طالبانو پر همکارۍ او تر ټولو مهم، د اوربند او له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرو په اړه بحثونه وشي. ''

ښاغلی چخانسوري زیاته کړه:

'' مخکینیو غونډو کې طالبانو پلاوي ویلي و چې د اوربند او د سولې د مخامخ خبرو د پرېکړې واک نه لري، خو تمه ده چې دا ځل دوی د خبرو واک خپل کړی وي. ''

ارګ: د امریکا د پالیسیو په اړه مو سپیناوی غوښتی

ورځپاڼې: خلیلزاد د مسکو د راتلونکې ناستې په اړه خبرې پیلوي

تېرو څو ورځو کې د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل کې له افغان چارواکو سره له خبرو وروسته ترکیې ته لاړ.

ښاغلي خلیلزاد په دې اړه یوه ټویټر پیغام کې لیکلي ترکیه کې یې د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي او هوکړه شوې چې د افغانستان سوله باید بین الافغاني وي، چې د نوموړي په وینا د افغان حکومت په ګډون پکې ټول افغان لوري ګډون ولري.

د ښاغلي خلیلزاد په خبره هڅې کېږي د طالبانو مرکچي پلاوي یو شمېر هغه غړي د سولې خبرو کې د ګډون فرصت تر لاسه کړي چې نومونه یې د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل دي.

بل لور ته د روسیې استازی ضمیر کابلوف وایي، د افغانستان سولې خبرو کې باید ترکیه ښکېله شي او د ده په باور دغه هېواد دې برخه کې ښه رول لوبولی شي.

په پام کې ده د طالبانو مرکچي پلاوي او امریکايي استازو تر منځ د فبرورۍ پر ۲۵ مه د خبرو بل پړاو د قطر پلازمېنه دوحه کې وشي.

اړونده مطالب