افغانستان کې د لويو لارو ويجاړی

افغانستان کې د لويو لارو ويجاړی

کندهار کي د ټولګټو اداره وایې، دغه ښار کې یې د درانه بار لېږدوونکو لاریو د تګ راتګ د مخنیوي او څار يو کمیسیون جوړ کړی او يو شمېر داسې ګاډي يې درولي چي له ټاکلي وزنه یې ډېر بار لېږداوه. چارواکو له هغه حالت وروسته دې ګام مخه کړې چې، لويې او وړې لارې تر ډېره د درانه بار وړونکو ګاډو په بشپړه وېجاړې کړې، او اوس بیارغولو ته اړتیا لري. د افغان ټولګټو وزارت وایې تر راتلونکي ۲۰۲۰ کال پوري به د کابل،کندهار او کندهار،هرات لويې لارې په دریو پړاوونو کي بیا رغوي. له کندهاره پرې مامون درانی راپور لري.