یوناما: د ملکي افغانانو مرګ ژوبله تر بل هر وخت ډېره شوې ده

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د ملګرو ملتونو نوی رپوټ وايي، په افغانستان کې له هغه راهیسې چې د ولسي وګړیو د وژلو د شمېرو ثبت پیل شوی دی تېر کال تر ټولو ډېر ملکیان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یوناما' پخپل تازه رپوټ کې ویلي، په تېر ۲۰۱۸ کال کې د افغان ولسي وګړو مرګ ژوبله تر هر بل وخت ډېره شوې ده.‌ راپور وايي، تېر کال د حکومت مخالفو وسله والو، نړیوالو ځواکونو او افغان ځواکونو په بریدونو او بمباریو کې ۳۸۰۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۷۱۸۹ نور ټپیان شوي دي.

د فبرورۍ پر ۲۴مه، یوناما په خپاره شوي رپوټ کې ویلي،‌ تېر کال په افغان جګړه کې ۹۲۷ ماشومان وژل شوي.

له یوناما سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په ګډه دغه رپوټ چمتو کړی چې وايي، تېر ۲۰۱۸ کال د ولسي وګړو مرګ ژوبله په ټوله کې پنځه سلنه ډېره شوې او دا د وړم ۲۰۱۷ کال پرتله د ملکي وګړو په مړینه کې ۱۱ سلنه زیاتوالی په ګوته کوي.

د ملګرو ملتونو دغه سیاسي دفتر وايي، د ۶۳ سلنه ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مسؤول د حکومت مخالفې وسله والې ډلې (چې وسله وال طالبان د ۳۷ سلنه او "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډله د ۲۰ سلنه) مسؤوله ګڼل شوې.

Image caption د یوناما رپوټ وايي، تر ډېره دغو ولسي وګړو ته په ځانمرګو بریدونو (په تېره بیا د داعش خونړیو بریدونو)،‌ هوايي بریدونو او د حکومت پلوو ځواکونو د پلټنې په عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښتې.‌

خو طالبانو په یوه اعلامیه کې د یوناما دا ادعا رد کړې ده او ټینګار کوي چې دا اداره له بشري حقونو سره هم هغسې چلند کوي چې د امریکا په ګټه تمامېږي. طالبانو همدا د یوناما وروستی رپوټ مغرضانه بللی.

په رپوټ ‌کې حکومت پلوي ځواکونه د ۲۴ سلنه ولسي مرګ ژوبلې او افغان امنیتي ځواکونه د ۱۴ سلنې مسؤول ګڼل شوي،‌ خو نړیوال ځواکونه د ولسي مرګ ژوبلې د شپږ سلنې مسؤول بلل شوي.

د یوناما رپوټ وايي، تر ډېره دغو ولسي وګړو ته په ځانمرګو بریدونو (په تېره بیا د داعش خونړیو بریدونو)،‌ هوايي بریدونو او د حکومت پلوو ځواکونو د پلټنې په عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښتې.‌

د انځور حقوق UNAMA
Image caption د رپوټ پر بنسټ، د ۲۰۱۷ کال پرتله په ۲۰۱۸ کال کې د افغان ځواکونو په بریدونو او عملیاتو کې ۱۱۸۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴۲۷ نور ټپیان دي.

یاد رپوټ وايي، تېر کال په افغانستان کې اورپکو ۶۵ خونړي ځانمرګي بریدونه کړي، چې ۲۱ یې د طالبانو له خوا شوي، خو طالبانو د ۱۵ ځانمرګیو بریدونو مسؤولیت منلی، چې د ۶۴۲ ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي.

رپوټ‌ زیاتوي، داعش تېر کال ۳۶ ځانمرګي او پېچلي بریدونه کړي، چې ۱۸۹۲ولسي وګړو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې، خو دغې ډلې یوازې د ۳۳ ځانمرګو بریدونو مسؤولیت منلی دی.‌

د رپوټ پر بنسټ، د ۲۰۱۷ کال پرتله په ۲۰۱۸ کال کې د افغان ځواکونو په بریدونو او عملیاتو کې ۱۱۸۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴۲۷ نور ټپیان دي.

دغه رپوټه کاږي، په ۲۰۱۸ کې هوايي بریدونو دومره ولسي وګړي وژلي لکه ۲۰۱۴، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې چې وژل شوي وو.

بهرني ځواکونونه په تېر کال کې د ۶۷۴ ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مسؤول ګڼل شوي، چې ۹۴ سلنه یې په هوايي بریدونو کې وژل شوي او ټپیان دي

۱۰ کالو کې ۳۲۰۰۰ ولسي افغانان وژل شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یماماتو یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو غاړو د ولسي وګړو ژوند ته د پوره پام کولو او د افغان غمیزې د پای ته رسولو غږ کړی:

یاماموتو، چې د یوناما مشر هم دی، وویل: " دا د ملګرو ملتونو لسم کلنی راپور دی چې په افغان شخړو کې د ملکي خلکو ځورونې مستندوي - په یوه لسیزه کې له ۳۲۰۰۰ څخه زیات ولسي خلک وژل شوي او شاوخوا ۶۰۰۰۰ زره ټپیان شوي او اوس ددې وخت دی چې نور دې کړاوونو او غمیزې ته د پای ټکی کېږدو. ښه لاره، چې د ملکي وګړو د وژنې او ټپي کېدو مخه ونیول شي، دا ده چې جګړه نوره بنده شي. له دې امله اړتیا ده چې موږ د سولې راوستلو لپاره خپلې ټولې هڅې ګړندۍ کړو. زه له ټولو خواوو څخه غواړم چې له ممکنه لارو څخه په ګټې اخیستنې دغه کار وکړي . "

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغان ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاو د یوناما په دې لسم رپوټ کې راغلي، په تېره شاوخوا یوه لسیزه کې افغان جګړې د ۳۲۰۰۰ ولسي وګړو ژوند اخیستی او ۶۰۰۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

میشل بشلت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرې وویل " :په افغانستان کې جګړه د ډېرو ملکي و ګړو د مرګ ژوبلې د دوام لامل ګرځېدلې او زیات شمېر نورو کسانو ته یې فزیکي او روحي مصایب ور پېښ کړي دي".

نوموړې زیاتوي، "سږ کال د وژل شوو ماشومانو شمېره ډېره لوړه او ټکان ورکوونکې ده. د ژوند له لاسه ورکولو تر څنګ، خرابې امنیتي اوضاع اکثره افغانان د هغوی د اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي حق څخه بې برخې کړي او زرګونه ماشومان پر ښوونځیو اوروغتیایي تسهیلاتو د حملو له امله د ټول ژوند لپاره معلول شوي دي."

بشلت زیاته کړه" زه له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه کوم چې بشر دوستانه نړیوال قانون او د بشري حقونو نړیوال قانون ته درناوی وکړي تر څو د ټولو ملکي وګړو ژوند مصؤون شي."

یوناما له ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه رپوټونه خپروي.

ورته مطالب