طالب مشر ملا عبدالغني برادر قطر ته رسېدلی دی

برادر د انځور حقوق .
Image caption ملابرادر نږدې اته کاله پاکستان کې بندي و.

بي بي سي ته سرچینو ویلي دي چې د طالبانو مهم مشر او په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر نوی ټاکل شوی مشر ملا عبدالغني برادر اخوند یکشنبه د فبرورۍ پر ۲۴مه نېټه قطر ته رسېدلی دی.

طالبانو تر دې دمه د دې خبرې پخلی نه دی کړی، خو رپوټونه وایي چې ملا برادر له اسلام اباد په یوه ځانګړې الوتکه کې دوحې ته تللی.

طالبانو یوه پخواني چارواکي اکبر اغا هم بي بي سي ته ویلي چي ملا برادر یکشنبه دوحې ته رسیدلی دی.

اکبر اغا وایې تمه ده چي ملا عبدالغني برادر به سبا دوشنبه د فبرورۍ پر ۲۵ د طالبانو د مذاکراتي ټیم او د امریکایي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو په تازه پړاو کې ګډون وکړي.

د هغه په وینا، داسې تمه شته چې دا ځل دواړه خواوې ځینې مهمې پرېکړې هم وکړي. اکبر اغا وایي د ده مالومات ښیي چي ملا برادر په افغاني پاسپورټ قطر ته تللی.

دا په داسې حال کې ده چې سبا دوشنبه د فبرورۍ میاشتې پر ۲۵مه نېټه د طالبانو د مذاکراتي ټیم او د امریکایي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو بل پړاو پیلېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبان له تېرو څو کلونو راهیسې په قطر کې سیاسي دفتر لري

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د دې خبرو اجنډا پر افغانستان د بهرنیانو د اشغال ختمول او د افغانستان له خاورې بل چا ته ضرر نه متوجه کول دي.

نوموړي بي بي سي ته وویل چې قطر ته د ملا برادر د تګ په اړه څه نشي ویلي او په دې اړه به مالومات کوي.

تر اوسه مالومه نه ده چې پخپله ملا برادر به رښتیا هم له امریکایانو سره په مخامخ خبرو کې ګډون کوي او که نه. خو طالبانو تېره اونۍ ویلي چې نوموړی د مذاکراتي ټیم غړی نه دی، او که په خبرو کې ګډون کوي نو باید د امریکا له لوري هم د ده د کچې یو چارواکی په خبرو کې ګډون وکړي.

د انځور حقوق .
Image caption له امریکایي پلاوي سره د طالبانو د استازو د خبرو مشري د دې ډلې د مذاکراتي ټیم مشر شېر محمد عباس ستانکزی کوي.

طالبانو ويلي و، د امریکا له خوا مرکچي پلاوی په هغه کچه کې نه دی چې ملابرادر دې ورسره خبرو ته کښیني. طالبانو بي بي سي ته زیاته کړې وه چې د سولې په راتلونکې غونډه کې له انس حقاني پرته د دوی د نوي ټاکل شوي پلاوي ټول غړي ګډون کوي.

بل لور ته د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، معلومات یې ښيي چې د غونډې د سر موضوع به د ملګرو ملتونو له تور لېسته د یوشمېر لوړپوړو طالب چارواکو د نومونو ایستل وي.

د دغې شورا د اجرائیه هئیت غړی او سلاکار عبدالحکیم مجاهد وایي، جوړیدونکې غونډه کې به هم د طالب او امریکایي استازو بحثونه وروستي نه شي.

له امریکایي پلاوي سره د طالبانو د استازو د خبرو مشري د دې ډلې د مذاکراتي ټیم مشر شېر محمد عباس ستانکزی کوي.

ورته مطالب