د طالبانو او امریکا خبرې له پیل تر اوسه

اشرف غنی د انځور حقوق Reuters/getty

د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ګومارل کېدو پسې دا بهیر چټک شو.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د لومړنۍ ناستې پنځه میاشتې کېږي. دواړو لورو څلور مخ په مخ خبرې درلودلې او وروستۍ ناسته یې چې شپږ ورځې اوږده شوه خبر جوړوونکې وه.

طالبان او امریکايي استازي نن بیا د قطر پلازمېنه دوحه کې سره ګوري.

د طالبانو او امریکا خبرې کله پیل شوې؟

د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ تراوسه څلور ځله لیدنه شوې، درې ه دوحه او یوه هم ابوظبۍ کې.

اوله ناسته د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر پر ۱۲ دوحه کې وه.

دویمه ناسته د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۶ همدې ښار کې.

دریمه ناسته د ۲۰۱۸ کال د ډیسمبر پر ۱۷ د اماراتو ابوظبۍ کې

څلورمه ناسته د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ پر ۱۹ بیا دوحه کې.

مهم مرکچیان څوک دي؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکايي پلاوي مشر افغان توکمه زلمی خلیلزاد

دې خبرو کې د دواړو لورو دوه کسان ډېر مخکښ دي؛ د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخوانی مشر شیرمحمد عباس ستانکزی.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله مرستیال ملا برادر اخوند دې وروستیو کې د قطر دفتر مشر غوره شوی.

بي بي سي ته طالبانو ویلي چې نوموړی نن د قطر خبرو کې ګډون کوي، خو له دې مخکې دې ډلې ویل نوموړی به هغه وخت دې خبرو کې ګډون وکړي چې مقابل لوری یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وي.

طالبان وايي، څوارلس کسیز پلاوی یې دې خبرو کې ګډون کوي؛ شیر محمد عباس ستانکزی، مولوي ضیاالرحمان متفي، عبدالسلام حنفي، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمري، مولوي امیرخان متقي، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه، مولوي مطیع الحق، ملا محمد انس حقاني، ملا نورالله نوري، مولوي محمد نبي عمري او ملا عبدالحق وثیق.

* افغان سوله، شخصي ګټې او ملي اندېښنه

* افغان سوله کې امریکا د پاکستان اندېښنو ته ځواب وايي؟

د طالبانو نوي مرکچي پلاوي کې د حقاني شبکې د بنسټګر جلال الدین حقاني د زوی انس حقاني نوم هم دی.

هغه څلور کاله کېږي چې د افغان ملي امنیت بند کې دی، خو طالبانو ویلي چې نوموړی د دې خبرو یو مهم غړی دی او باید خوشی شي.

امریکايي پلاوي کې افغان توکمه زلمی خلیلزاد دی چې د افغانستان له چارو ښه خبر دی. ځینې رپوټونه وايي، دې خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي، د امریکا د نړیوالې همکارۍ ادارې او کابل کې د دغه هېواد د سفارت استازي هم شته.

امریکا او طالبان پر څه خبرې کوي؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption د طالبانو د قطر دفتر پخوانی مشر ستانکزی د مسکو ناسته کې

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، دواړه لوري د سولې په ټولیز چوکاټ هوکړې ته رسېدلي دي، چې پکې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو پروګرام، اوربند او د نړیوالو ترهګرو ډلو له خوا د افغان خاورې نه کارول راځي.

طالبان هم وايي، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو برخه کې پرمختګ شوی دی.

تراوسه د خبرو پایلې پرېکنده شوې نه دي. د ملګرو ملتونو له تور نوملړ د طالب مشرانو د نومونو اېستل، د دې ډلې بندیان خوشي کول، د طالبانو ضد تبلیغ درول او افغانستان کې د سولې تړون د لاسلیکولو لپاره نړیوال ضمانت د بحث مسلې دي.

زلمی خلیلزاد د افغان حکومت، سیاسي- قومي مشرانو او وسلوالو مخالفانو ترمنخ د خبرو لپاره لار برابرول د خپلو هڅو یوه برخه بولي، خو تراوسه یې په ریښتیا کولو بریالی شوی نه دی.

مسکو ناسته کې څه پېښ شول؟

د انځور حقوق Ruptly
Image caption د مسکو ناسته کې د پخواني افغان حکومت مهم غړي

دې ناسته کې د طالبانو یوولسو غړو ګډون درلود، له کابل هم تر څلوېښتو مشهور کسان ورغلي و.

دې ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزی وايي، د افغانستان اساسي قانون باور نه لري، ځکه لوېدیځو هېوادونو پر افغانانو تپلی، باید د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د اسلامي او افغاني ارزښتونو له مخې نوی اساسي قانون جوړ شي.

د دې ناستې پاییزه بیانیه د بوډا بندیانو خوشي کولو، د ملګرو ملتونو له تور نوملړ د طالب مشرانو د نومونو لرې کولو، د مسکو ناستې دوام، د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتلو، د القاعده او داعش په څېر د ترهګرو ډلو له خوا د افغانستان نه کارولو او پر ملي یووالي او عدل ولاړ مرکزي ځواکمن حکومت ته اشاره شوې.

د افغان حکومت دریځ څه دی؟

د انځور حقوق Reuters

افغان حکومت له قطر تر ابوظبۍ او مسکو یا تهران پورې د سولې ټولو خبرو کې نه و.

داسې ښکاري چې افغان حکومت له طالبانو سره مخ په مخ خبرو ته ډېر لېوال دی.

ان ویل کېږي د افغان حکومت استازي تیار وو د ابوظبۍ خبرو کې د څارونکو په ډول ګډون وکړي، خو طالبانو ونه منل.

* د افغان سولې بهیر: فشار، چل ول او خپلې ګټې

* د سولې خبرې؛ خلیلزاد ۶ ورځو کې ولې یو ټوېټ هم نشي کولی؟

اوس افغان حکومت وايي، هره ناسته کې چې نه وي او د سیمې د هېوادونو نظر هم پکې مهم نه وي دوی یې نه مني.

افغان چارواکي دا هم وايي، چې د سولې پلان یې پر مېز دی او طالبان چې کله وغواړي استازي یې ور سره خبرې کوي.

خو طالبان له افغان حکومت سره نېغې خبرې نه کوي او د امریکا لاسپوڅی یې بولي.

د افغان مېرمنو او ځوانانو دریځ

د انځور حقوق .
Image caption ځینې افغان فعالانې د لاسته راوړنو د له منځه تلو ته اندېښمنې دي.

مېرمنې او ځوانان د افغانستان د ۱۷ کلنو لاسته راوړنو د له منځه تللو ته اندېښمن دي؛ لکه د ښځو حقونه، د بیان ازادي، ټولنیزې او مدني ازادۍ او په ټول کې ولسواک ارزښتونه.

دوی دا وېره د طالبانو د پخواني حاکمیت(۱۹۹۶-۲۰۰۱) له امله لري.