"مشورتي لویه جرګه کې طالبانو ته د ګډون بلنه"

عمر داودزی د انځور حقوق Mohammad Umer Daudzai
Image caption د سولې عالي شورا د دار الانشاء مشر عمر داودزي کابل کې خبریالانو ته وویل، سږ کال به د سولې کال وي.

له طالبانو سره د جوړجاړي د خبرو له پیلېدا سره هم مهاله، د افغانستان د سولې عالي شورا یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، له طالبانو سره لویه جرګه کې د ګډون په اړه نا مستقیمې خبرې روانې دي او ځواب ته یې په انتظار دي.

دغې سرچینې ویلي، طالبان به دغې جرګې ته وغوښتل شي - ښايي غوښتل شوي وي.

د سولې عالي شورا د دار الانشاء مشر عمر داودزي د دوشنبې په ورځ (فبروري ۲۵مه) کابل کې خبریالانو ته وویل، سږ کال به د سولې کال وي.

په پام کې ده چې مشورتي لویه جرګه د راتلونکې مارچ میاشتې پر ۱۷ مه تر ۲۹ پورې دوام وکړي.

په دې جرګه کې د هېواد له لر او بره دوه زره کسان ګډون کوي.

ښاغلي داودزي وویل، د لویې جرګې د جوړېدو موخه دا ده چې له طالبانو سره مستقیمو یا نا مستقیمو خبرو کې پر یوه ملي مشترک دریځ هوکړه رامنځ شي.

نوموړي وویل، په دې جرګه کې به ډېره هڅه وشي، چې سیاسي او فکري تفاهم رامنځ ته شي، ټول قومونه او د ټولنې له هرې پوړۍ په کې استازي حضور ولري.

د سولې عالي شورا وايي، په یاده جرګه کې به د یوه داسې میکانیزم په رامنځ ته کولو هوکړه وشيو چې ټول یې ومني او له طالبانو سره د سولې احتمالي کرښې وټاکل شي.

عمر داودزي دا هم وویل چې ولسمشر له طالبانو سره خبرو ته جدي دی او له دوی سره له شرط پرته خبرې کوي، خو له هغوی سره توافق به په شرط وي.

لویې جرګې ته اړتیا

ښاغلی داودزی وايي، ولسمشر له بېلابېلو برخو سره مشوره کړې، چې په پایله کې ټولو د مشورتي لویې جرګې جوړولو مشوره ورکړې ده.

دی وايي، په تېرو جرګو د جرګې جوړولو دنده حکومتي پلاوي یا کمیسیون ته سپارل کېده، خو دا چې ولسمشرۍ ټاکنې هم رانژدې کېږي او ولسمشر هم ځان نوماند کړی، نو د جرګې جوړولو دنده نا دولتي ټیم ته سپارل شوې ده.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر قطر کې د امریکا د بهرنیو چارو له استازي سره طالبانو د قطر د دفتر د مشر ملا برادر خبرې او له پاکستانه بهر ته هغه وتل یو مثبت ګام وباله.

ښاغلي داودي دا خبرې داسې مهال کړې، چې نن (دوشنبه، فبروري ۲۵مه) د قطر دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم او د امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو بل پړاو پیلېږي.

د انځور حقوق .
Image caption ملابرادر نږدې اته کاله پاکستان کې بندي و.

تر اوسه مالومه نه ده چې پخپله ملا برادر به رښتیا هم له امریکایانو سره په مخامخ خبرو کې ګډون کوي او که نه. خو طالبانو تېره اونۍ ویلي چې نوموړی د مذاکراتي ټیم غړی نه دی، او که په خبرو کې ګډون کوي نو باید د امریکا له لوري هم د ده د کچې یو چارواکی په خبرو کې ګډون وکړي.

له امریکایي پلاوي سره د طالبانو د استازو د خبرو مشري د دې ډلې د مذاکراتي ټیم مشر شېر محمد عباس ستانکزی کوي.

ورته مطالب