هلمند کې پر پوځي اډې برید: دویمه ورځ هم جګړه روانه وه

هلمند د انځور حقوق Getty Images

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت واشېر ولسوالۍ پر شوراب پوځي اډې د وسله والو طالبانو له ډله ییز برید شاوخوا ۴۰ ساعته وروسته هم جګړه روانه ده او ځينې بریدګر د یادې اډې په لویدیځه برخه کې پټ دي.

له دې مخکې تېر ماښام د افغانستان ملي دفاع وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي و، چې د ۲۱۵میوند قول اردو پر ودانۍ دغه ډله ییز برید د ۲۰ وسله والو له وژل کېدو سره ۱۶ ساعته وروسته پای ته ورسېد.

اعلامیه کې ویل شوي و چې دغه برید کې د افغان امنیتي ځواکونو ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

خبريالان: چارواکي د کمپ باسټين بريد په اړه ناسم معلومات ورکوي

هلمند کې ۹ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

د هلمند لپاره د طالبانو والي ملا منان هوایي برید کې وژل شوی

د هلمند بمبارۍ کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

خو د شنبې پر سهار یو ځل بیا د دغې اډې په دننه کې جګړه ونښته.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک د شنبې پر ورځ مازدیګر مهال بي بي سي ته وویل، یو شمېر بریدګر لا هم د دغه پوځي مرکز په لویدیځه برخه کې پټ وو، چې د ده په خبره امنیتي ځواکونه یې د تصفیې لپاره پر عملیاتو بوخت دي.

دغه برید کې د سر اوښتي زیان کره معلومات نه شته، خو دواړه لوري یوه بل ته د درانه زیان اړولو ادعا کوي.

افغان چارواکي په دغه جګړه کې د امنیتي ځواکونو د ۲۵ کسانو وژل کېدل او د ۲۰ نورو د ټپي کېدو خبر تاییدوي.

د کندهار - هرات لویې لارې اوږدو کې د 'شوراب ' پر پوځي اډې د وسله والو طالبانو دغه ډله ییز برید د جمعې پر سهار وختي شاوخوا درې بجې پیل شوی و.

د افغانستان دفاع وزارت په اعلامیه کې تېر ماښام ویل شوي وو، بریدګرو کې اته ځانمرګي هم شامل و، چې وروستي څلور کسان یې له ځايي مهال سره سم ماښام نژدې اووه نیمې بجې ووژل شول.

Image caption ښوراب اډه کې پر افغان پوځ سربېره امریکايي ځواکونه هم شته.

مخکې شوراب پوځي اډې کې یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته وویل، لومړی یوه ځانمرګي بریدګر د دغه پوځي مرکز سویلي برخه کې په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه او نور ملګري یې اډې ته له ننوتو وروسته له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت شول.

ورته مطالب