د امریکا او طالبانو خبرو کې 'پرمختګ' شوی دی

قطر د انځور حقوق QATAR OFFICIAL SOURCES

د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا متحدو ایالتونو استازو او طالبانو تر منځ د افغان سولې خبرو پنځم پړاو نننۍ غونډه پای ته ورسېده. طالبانو ته نژدې سرچینو بي بي سي ته تایید کړه چې خبرو کې پرمختګ شوی دی، خو سملاسي یې نور جزیات نه دي ورکړي.

سرچینې ادعا کوي چې ښايي دغه خبرې سبا له پرمختګ سره پای ته ورسېږي او که وروستۍ نه شي، ښايي بله ورځ هم دوام وکړي.

د سرچینو په وینا د مسکو بهیر لپاره ټاکل شویو کسانو هم په دوحه کې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۶ نېټه د غونډې لپاره اړیکي ټینګې کړي دي.

له دوې ورځنۍ وقفې وروسته نن 'شنبه مارچ دویمه ' د امریکا او طالبانو تر منځ دغه خبرې یو ځل بیا پیل شوې.

د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکايي استازو تر درې ورځنیو بحثونو وروسته د خپلمنځي مشورو لپاره دوې ورځې وخت اخیستی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تر دوه ورځنۍ دمې وروسته ټاکل شوې نن (شنبه، کب ۱۱مه) ناوخته امریکایان له طالب استازو سره د افغانستان پر مسایلو د قطر په دوحه کې بیا خبرو ته کېني.

ویل کېدل چې د هغو خبرو اصلي موضوع له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو مهالوېش او په راتلونکي کې له افغانستان څخه د خطرونو مخنیوی و، خو دا چې نن د خبرو لړۍ له کومه ځایه پیل شوې ده، قطر کې د بي بي سي خبریال عنایت الحق یاسیني يې په اړه له دوحې نه په خپل رپوټ کې وايي، د خبرو ګډونوال د جزیاتو په اړه څه نه وايي، خو تر اوسه پورې دومره معلومه ده چې خبرې پیل شوې دي او بحثونه شوي.

له دوو ورځنۍ وقفې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یو ټویټر پیغام کې د څلورو ټکیو یادونه کړې وه، چې د ده په وینا د خبرو پر میز موجود دي، خو طالبان بیا پر دوو ټکیو ټینګار کوي.

طالبانو ته نژدې سرچینو بي بي سي ته وویل چې دوې ورځنۍ وقفې کې دواړو لوریو له خپل مشرتابه سره مشورې وکړې او خپلمنځي بحثونه یې وکړل او نن ټاکل شوې وه چې دوی به د خپلو مشورو لنډیز له یوه بل سره تبادله کوي.

بل لور ته په قطر کې طالبانو ته نژدې سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د افغان سولې د خبرو لپاره د امریکايي استازو او طالب ډلې ترمنځ د هوکړې لومړۍ مسوده چمتو شوې چې ښایي په دې خبرو کې ومنل شي.

Image caption له طالبانو سره د سولې رسمي خبرې لومړی وار له دې ودانۍ پیل شوې.

سرچینې زیاته کړې چې ددې مسودې په ژباړه کار روان دی. سرچینې ویلي له ناروې یو پلاوی او د ملګرو ملتونو ځینې استازي په تخنیکي برخه کې له دوی سره مرسته کوي، خو په رسمي ډول دا تایید شوې نه ده.

تېره دوشنبه پیل شوې دا خبرې تر درې ورځنیو بحثونو وروسته د هغه څه لپاره چې دواړو لوریو خپلمنځي سلا مشورې بللي، د دوو ورځو لپاره ځنډېدلې وې.

دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د بي بي سي خبریال عنایت الحق یاسیني سره، چې قطر ته د خبرو د پوښښ لپاره ورغلی، په خبرو کې تایید کړې چې له پلان سره سم به نن شنبه (مارچ دویمه) دغه خبرې بیا پیلېږي.

هغه ویلي په تېرو خبرو کې سلا مشورې په ښه ډول پرمخ تللي دي.

د تېرو خبرو په پای کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم خپل رضایت څرګند کړی و.

هغه ویلي و، په ارامو ګامونه سره خو په ښه قدمونو مخکې روان دي. طالبانو هم په تړاو خوښي څرګنده کړې وه.

له افغان حکومت سره مخامخې خبرې

طالبانو ته نژدې سرچینو بي بي سي ته ویلي، امریکایان هم غواړي چې دا پروسه چټکه پرمخ لاړه شي او ټول مسایل په یوه ټولګه کې غونډ کړي.

سرچینې زیاته کړې چې طالبان غواړي دا خبرې پړاو په پړاو وي او ټول مسایل سره مطرح شي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې طالبان مخامخ له افغان حکومت سره خبرې نه کوي یا اوربند نه کیږي، د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند وايي، ددې خبرو لومړی اړخ بهرنی دی.

د هغه په وینا کله چې له بهرنیانیو سره خبرې پایلې ته ورسیږي بیا به د دوی اجنډا کې نور مسایل شاملېږي.

Image caption دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تایید کړې چې له پلان سره سم به نن شنبه (مارچ دویمه) دغه خبرې بیا پیلېږي.

په ورته وخت کې، د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو په ۴۸ ساعته وقفه کې، طالبانو د هلمند ښوراب پر اډې برید کړی چې مرګ ژوبله هم لري.

په دوحه کې د امریکایانو او طالب استازو ترمنځ د افغان سولې په تړاو خبرې روانې دي. تېره ورځ وسله والو طالبانو واشیر ولسوالۍ کې د کندهار هرات لویې لارې اوږدو کې د 'شوراب ' پر پوځي اډې ډله ییز برید وکړ.

په دغه برید کې د افغان امنیتي ځواکونو ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي ۲۰ وسله والو له وژل کېدو سره ۱۶ ساعته وروسته پای ته ورسېد.

ورته مطالب