ورښتونو له ولسوالیو سره د ۱۱ ولایتونو د مرکزونو مواصلاتي لارې تړلې

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د ځینو ولایتونو له مرکزونو سره د ولسوالیو مواصلاتي لارې هم بندې شوې

بېړنیو پېښو ته د دولت د رسېدنې وزارت چارواکي وايي، وروستیو ورښتونو د ۱۱ ولایتونو وګړي له سخت کړاو سره مخامخ کړي او د یو شمېر ولایتونو لارې هم بندې شوې دي.

یاد وزارت وايي یوازې سوېلي هلمند ولایت کې ورښتونو او سېلابونو ۲۰۰ استوګنیز کورونه زیانمن کړي چې لږ تر لږه پنځه کسان پکې وژل شوي.

په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم واورې او باران ورېدو لارې تړلې دي.

وروستیو ورښتونو هلمند، کندهار، فراه او هرات ولایتونو کې لسګونه کورونه زیانمن کړي دي.

افغان چارواکي: د احتمالي طبیعي پېښو زیانمنو شویو سره مرستې چمتو شوي

سېلابونو بیا افغانانو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

افغانستان او پاکستان کې د واورو له امله لسګونه تنه مړه شوي

بېړنیو پېښو ته د دولت د رسېدنې وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي وايي، درنو واورو د کابل - کندهار لویه لار او د غزني، بامیانو، زابل، میدان وردګو او ځینو نورو ولایتونو د ولسوالیو مواصلاتي لارې له مرکزونو سره تړلې دي:

" په نژدې یوولسو ولایتونو کې چې درنه واوره ورېده د ولسوالیو لارې له مرکزونو سره تړل شوې، چې د ټولګټو له ریاستونو او په ځینو ولایتونو کې له ملي اردو او پولیسو سره په همغږۍ کې هڅې کېږي دا لارې پاکې شي. د جدې میاشتې له ۱۴ نېټې تر اوسه په دې ورښتونو، د واورو د ښوېیدو او سېلابونو له امله ۵۷ تنه شهیدان شوي او ۴۶ نور ټپیان دي.۶۲۰ کورونه هم په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۳۷۹ نور بیا یو څه ویجاړ شوي."

د انځور حقوق AFP
Image caption کابل او ځینو ولایتونو کې تر ټولو ډېره واوره تېره شپه (د شنبې شپه) وشوه

په غزني ولایت کې هم چارواکي وايي د غزني - کندهار د لارې په اوږدو زابل ولایت کې یو شمېر مسافر چې په واورو کې بند وو، ژغورل شوي دي.

د هرات شینډنډ کې هم د ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله سلګونو کورونه او په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې.

اړونده مطالب

ورته مطالب