د افغانستان وحشي ژوي له ورکېدو سره مخامخ دي

. د انځور حقوق Greg Du Toit/mediadrumworld.com
Image caption جګړه، بېوزلي، د ځنګلونو وهل، د ښاري سیمو ورځ تر بلې ډېرېدل هغه لاملونه دي چې په افغانستان کې یې د وحشي ژوو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

نن (د مارچ درېیمه) د وحشي ژوو نړیواله ورځ ده، د همدې ورځې را رسېدو سره د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې په دغه هېواد کې د وحشي ژوو نسل په چټکتیا له منځه تللو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ځمکې په کُره کي د انسانانو تر څنګ، کابو اتیا میلیونه ډول ډول ژوې هم ژوند کوي. پېړۍ مخکې د همدغو د وحشي ژوو شمېر شاوخوا پنځ سوه میلیونو ته رسېده.

خو د راپورونو پر بنسټ، په هر ساعت کې د وحشي ژوو درې ډوله د بېلا بېلو لاملونو له مخې له منځه وړل کېږي. اوس د دوی شمېر پام وړ کم شوی دی.

د نورې نړۍ په شان د افغانستان چاپېریال هم د وحشي ژوو لپاره ورځ تر بلې په مرګونې هغه بدلېږي.

د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې کې د طبیعي میراثونو ساتنې مشر ډاکتر جمال الدین ناصري وايي روانه جګړه، بېوزلي، د ځنګلونو وهل، د ټکنالوژۍ چټکتیا پرمختیا، د هوا ککړتیا او په چټکتیا سره د ښاري سیمو پراختیا هغه لاملونه دي، چې د وحشي ژوو د ژوند کړۍ یې تنګه کړې ده.

له دې سره سره، چې څو کاله مخکې پخواني ولسمشرحامد کرزي د یو فرمان له مخې د کمه پیدا او ګرانو بیو ژوو او مرغانو ښکار مانع کړ، خو لا هم د افغانستان په ځینو ولایتونو کې بېکاري او له دغه هېواده د ګران بیه ژوو قاچاق، د دې لامل شوی دی چې یو شمېر افغانانو ښکار ته مخه کړې ده.

د ځینو په باور د ولسمشر له فرمانه سرغړوونکو ته لږ، یا هېڅ سزا نه ورکول د دې سبب شوې چې د افغانانو تر څنګ د یو شمېر هېوادونو د ښکار شوقیان، د ښکار ذوق په افغان خاوره کې خړوب کړي.

د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د هغو ۱۵۰ ډوله وحشي ژوو او کم پیدا مرغانو نوملړ خپور کړی دی چې ښکار یې منع اعلان شوی دی. چې په دغه نوملړ کې لېوان، پړانګيان، یېږان په سر کې راغلي دي.

Image caption افغانستان کې تر ۷۵۰۰ مترو لوړ خو رنګین غر.

د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې په وینا، په شمالي او مرکزي ولایتونو کې د نورو پرتله وحشي ژوي او مرغان ډېر مېشت دي.

اوس افغان حکومت د وحشي ژوو او ګران بیه مرغانو، د نسل ساتنې په موخه د بدخشان واخان او د بامیانو دوې سیمې د هغوی د ساتنې یا خوندي سیمو په نوم یادې کړي دي او په پام کې لرې چې په نورو ولایتونو کې هم د وخشي ژوو او مرغانو ساتنې هم په نښي کړي.

ورته مطالب