لندن کې د افغان سوداګرو خپلمنځي ناسته

لندن کې د افغان سوداګرو خپلمنځي ناسته

یو شمېر هغه افغانان چې له هېواده بهر په سوداګرۍ بوخت دي وايي هغسې چې لازمه ده بازار کې حضور نه لري.

د سوداګرۍ راکړې ورکړې د ډېرولو په خاطر په لندن کې د افغانستان سفارت د سوداګرۍ او اقتصادي چارو ریاست د لومړي ځل له پاره یوه اقتصادي ناسته جوړه کړې وه. د دې ناستې هدف دا و چې افغان سوداګر له یوبل او خپلو خلکو سره وپیژني. هارون شفیقي هم ورغلی و.