د عکسونو البوم: نیم‌متر واوره؛ واورو پوښلی کابل

  • 4 مارچ 2019 - 13 کب 1397

په تېرو ورځو کې، پلازمېنه کابل د ډېرو واورو شاهد و. وروستۍ واورې سږ کال کابل کې بې سابقې وې.

دا انځورونه کابل کې عزیز عزیزیار اخیستي دي

افغانستان
Image caption د کابل وروستۍ واورې پرله پسې دوه ورځې او دوې شپې وورېدې
افغانستان
Image caption د کابل اسمايي غره لمن کې اوسېدونکي له خپلو بامونو واوره توږي
افغانستان
Image caption واوره، د ماشومانو د خوشحالیو غوره شېبه وي چې له کوره ووځي او په واورو کې ساتېري وکړي
افغانستان
Image caption د عمومي لېږد رالېږد د سیتسم نشتوالی ددې لامل شوی چې ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي
افغانستان
Image caption دا واورې په تېرو څو کلونو کې بې سابقې ګڼل شوې دي
افغانستان
Image caption کابل کې د یوه غره لمن کې ماشومان د لوبو پرمهال
افغانستان
Image caption د کابل دارالامان سیمه کې یو ټکسي چلوونکی
افغانستان
Image caption که څه هم د کابل ښاریانو واوره خوښېږي، خو ډېرو واورو یې بیا ژوند کې ستونزې هم رامنځ ته کړې دي
افغانستان
Image caption کابل ښار کې یو لاسي خرڅوونکی
افغانستان
Image caption د کابل لوېدیځ (امید سبز) مېنه کې یو ځوان خپل کور ته پر بایسکل سودا راوړي
افغانستان
Image caption د کابل ښار واورینه شپه - د سړک غاړه
افغانستان
Image caption د کابل لوېدیځ کې یوه ښځه واورو کې

.

اړونده مطالب