اشرف غني: ټاکنیزو سرغړوونکو ته به سزا ورکړله شي

ولسمشر له ټاکنیزو کمېسیونونو وغوښتل، چې د تېرو پارلماني ټاکنو پاتې وروستیو پایلو د اعلانولو لپاره لاس په کار شي. د انځور حقوق Arg
Image caption ولسمشر له ټاکنیزو کمېسیونونو وغوښتل، چې د تېرو پارلماني ټاکنو پاتې وروستیو پایلو د اعلانولو لپاره لاس په کار شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو کمېسیون د نویو غړو د لوړې مراسمو پر مهال حبیب الرحمن ننګ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء او چمن شاه اعتمادي د شکایتونو کمېسیون د دارالانشاء په توګه ټاکلي دي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (فبروري ۴مه) ارګ کې د تحلیف د مراسمو بهیر پر مهال، ټاکنیزو سرغړونکو ته به د نافذه قوانینو له مخې جزا ورکول کېږي:

"د نوي قانون د تعدیل په اساس، ټولنې انتخاباتي تېروتنې د افغانستان د جزا په نافذو قوانینو کې پیشبیني شوې دي او ټولې سرغړونې به د عدلي ارګانو له خوا وڅېړل او مرتکبینو ته به جزا ورکول کېږي."

ښاغلي غني وویل، ددې لپاره چې له وظیفې څخه د ناوړه استفادې او فساد مخه ونیسو، دواړه کمېسیونونه باید خپلو کې سره کښېني او د کمېشنرانو د قرنطین یو مشخص میکانیزم جوړ کړي.

'سیاسي ګوند کې فعالیت سرغړونه ده'

ولسمشر زیاته کړه، د ټاکنیز قانون پر بنسټ، د دواړو کمېسیونونو هېڅ کوم غړی په یوه سیاسي ګوند کې فعال وي او وړاندې یې چې له سیاسي ګوندونو سره کوم تړاو درلود، سر له ننه به قطع کېږي او هر راز اړیکه لرل به ورسره سرغړونه بلل کېږي.

هغه وویل، سر له ننه به د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو نوي مشران ټاکل کېږي او دواړه کمېسیونونه به نه یوازې د ولسمشرۍ ټاکنو، د غزني ولایت د ولسي جرګې او د ولسوالیو د راتلونکو ټاکنو لپاره چمتووالی نیسي.

ولسمشر له ټاکنیزو کمېسیونونو وغوښتل، چې د تېرو پارلماني ټاکنو پاتې وروستیو پایلو د اعلانولو لپاره ژر لاس په کار شي.

د ټاکنیز قانون تعدیل

ولسمشر وویل: "په تېرو پارلمانې ټاکنو کې چې کومې ستونزې رامنځته شوې، د دې ضرورت پیدا شو چې د دې دواړو کمېسیونو په ترکیب کې اصلاحات رامنځه او د ټاکنو قانون دې هم تعدیل شي. اوس د نوي قانون سره سم لازمه ده د دواړو کمېسیونو لپاره کمیشنران او د دارالانشاء رئیسان وټاکل شي، نوماندانو ته د جمهوري ریاست د ټولو کاندیدانو لخوا رایه ورکړل شوه چې نتیجه یې نن تاسې وینئ. په دې کار سره هغه ګنګوسې رد شوې چې ویل یې کمشنران په دې یا په هغه پورې اړه لري."

تېره ورځ ناوخته، د یو فرمان له مخې د ټاکنیزو کمیسیونو ۱۲ نوي غړي معرفي کړل.

د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته احتمالي نوماندانو دوې ورځې مخکې په ارګ کې، د ټاکنیزو کمیسیونونو رهبرۍ ته ولاړو ۸۴ نوماندانو ته رایې ورکړې وې.

دغو دوولسو غوره شوو کسانو، د رایه ور کولو په بهیر کې له نورو ډېرې رایې وړې وې؛ نو ځکه د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د فرمان له مخې د کمیسیونونو د کمیشنیرانو په توګه په دندو وګومارل شول.

سید عصمت الله مل، مولانا محمد عبدالله، اورنګ زیب او محمد حنیف دانشیار د پنځو او مسافر قوقندي، حوا علم نورستاني او رحیمه ظریفي د دریو کلونو لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کمیشینرانو په توګه غوره شوې دي.

همدا ډول محمد قاسم الیاس، زهره بیان شینوارې او مولوي دین محمد عظیمي د پنځو او محمد یونس طغرا او سید قطب الدین رویدار د درېیو ـ درېیو کالو لپاره د ټاکنیزو شکایتونو د کمیشینرانو په توګه ټاکل شوي دي.

د انځور حقوق IEC
Image caption ټاکنیز کمېسیون تر اوسه یوازې ۸۰ استازو ته باور لیکونه ورکړي

کابو دوې اوونۍ مخکې ولسمشرمحمد اشرف غني د ټاکنو قانون کې بدلون راوست او د ټاکنیزو کمیسیونونو پخواني کمیشینران او مشران یې، ټول له دندو لیرې کړل.

د افغانستان لویې څارنوالۍ د کمیسیونونو پخوانۍ رهبري له افغانستانه ممنوع الخروج اعلان کړې.

د ټاکنیزو کمیسیونونو پخواني مشران د ولسي جرګې د تلې میاشتې په ټاکنو کې په کمزوري مدیریت تورن دي چې لا تر اوسه د همدغو ټاکنو د ۱۵ ولایتونو د بریالیو نوماندانو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

ورته مطالب