ملا برادر قطر کې له ازبکستاني وزیر سره پر څه غږېدلی؟

عبد العزیز کاملوف د انځور حقوق Getty Images
Image caption عبد العزیز کاملوف وړاندې هم د افغان سولې په خبرو کې ګډون کړی و

افغان طالبانو ویلي، مرستیال یې ملا عبد الغني برادر د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبد العزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله سره د قطر دوحه کې لیدلي.

طالبان وايي، دا لیدنه تېر ماښام د طالبانو د یوه پلاوي په حضور کې شوې ده.

ازبکستاني وزیر او پلاوي د افغان سولې لپاره د همکارۍ لپاره خپل چمتوووالی ډاګیزه کړی او د افغانستان په اقتصادي برخه کې یې د کار کولو ژمنه هم کړې ده.

په تېرو شاوخوا اوو ورځو کې د قطر پلازمېنه دوحه د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو کوربنه وه.

عربي رسنۍ وايي، په تېره پنجشنبې، دوحه کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبد الرحمن آل ثاني د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له پوځي مشر جنرال سکاټ مېلر او د طالبانو له خوا د دغه تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر او نورو مشهورو پخوانیو او اوسنیو طالب چارواکو ولیدل.

سرچینې وايي، ټولو خواوو د افغان سولې په تړاو خبرې وکړې.

د تېر کال ډیسمبر کې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله اېرګشوف بي بي سي ته ویلي وو، د ازبکستان حکومت د تاشکند پرېکړه لیک د عملي کولو په موخه د قطر په دوحه کې د طالبانو سره استازو سره اړیکه ونیوه.

'طالبان له خپلې غوښتنې تېر شول'

ښاغلي اېرګشوف همدا راز ویلي وو چې: "زموږ د خبرو پایله کې د افغانستان د مسلې په اړه په ټولو سیاسي بهیرونو کې ګډون ته غاړه کېښوده، همدارنګه دوی له خپلې دې غوښتنې تېر شول، چې بهرني ځواکونه دې په چټکۍ له افغانستانه ووځي او پر ځای یې په تدریجي ډول د بهرنیو ځواکونو وتل ومنل."

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ازبک چارواکي له طالبانو سره پر څه موضوع غږېدلي؟

تېره ورځ، طالبانو وویل، د سولې په خبرو کې تراوسه پر کومې مسودې یا سند هوکړه نه ده شوې، خو د دوشنبې په ورځ (فبروي ۴مه) به هم دوحه کې د سولې په تړاو خبرې روانې وي.

طالبان وايي په روانو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د چا پرضد د افغان خاورې د نه کارولو پر جزییاتو بحثونه کېږي.

د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د خبرو دا پړاو چې د تېرې دوشنبې په ورځ (فبروري ۲۵مه) پیل شوی و پر پنجشنبه او جمعه له دوه ورځنۍ وقفې وروسته د شنبې په ورځ له سره پیل شو.

ورته مطالب