د افغانستان ټاکنیزو کمېسیونو نوي غړي څوک دي؟

افغانستان د انځور حقوق Social media
Image caption د ټاکنیزو کمېسیونو څوارلس غړي تازه معرفي شوي دي

د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونو نویو غړو د دوشنبې په ورځ (کب ۱۳مه) د ولسمشر په حضور کې لوړه وکړه او رسماً یې خپل کار پیل کړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وړمه ورځ په یوه فرمان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون غړي معرفي کړل. دغه غړي د تېرې جمعې په ورځ د ولسمشرۍ له خوا غوره شوي وو.

د دواړو کمېسیونو نوي غړي څوک دي؟

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي

اورنګ زیب، د پنځو کلونو لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړي په توګه معرفي شوی. نوموړی د افغانستان سوېل ختیځ پکتیا ولایت دی. ښاغلی اورنګ زیب کرنه لوستې او د افغانستان د ملي وحدت ګوند له خوا دغه پوست ته نوماند شوی و. هغه مخکې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مالي او اداري مرستیال په پوست کار کړی.

محمد حنیف دانشیار، د پنځو کلونو لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی ټاکل شوی. نوموړی د غزني ولاتی دی. ښاغلي دانشیار فلسفه او ټولنپوهنه لوستې. هغه د افغانستان د ملي انسجام ګوند له خوا د پوست ته کاند شوی و او مخکې یې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د ویاند په توګه کار کړی.

مولانا محمد عبدالله هم د پنځو کلونو لپاره د دغه کمېسیون غړی ټاکل شوی. عبدالله د پنجشېر ولایت دی چې په حقوقو کې یې لوړې زدکړې کړې دي او د مدنی ټولنو له خوا دغه پوست ته معرفي شوی و.

د انځور حقوق Social media
Image caption د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر او اوه غړي په ترتیب: (له ښۍ خوا کېڼ ته) پورته: اورنگ زیب، محمد حنیف دانشیار، مولانا محمد عبدالله؛ لاندې: سید عصمت الله مل، حوا علم نورستانۍ، رحیمه ظریفي، مسافر قوقندي او حبیب الرحمن ننگ

سید عصمت الله مل هم د پنځو کلونو لپاره د یاد کمېسیون غړی ټاکل شوی. نوموړی د شمالي بلخ ولایت اوسېدونکی دی او انجینري یې لوستې ده. هغه د افغانستان د ملي روڼ اندو اجماع په نامه ګوند له خوا د ټاکنو کمېسیون غړیتوب ته نوماند و.

حوا علم نورستانۍ، د درېیو کلونو لپاره د ټاکنو کمېسیون غړیتوب ته غوره شوې. هغه کابل ولایت کې زیږېدلې او حقوق یې لوستي. اغلې نورستانۍ د ملي نجات ګوند له خوا دغه پوست ته نومانده وه. مخکې یې له نورستان ولایته په ولسي جرګه کې غړیتوب درلود.

رحیمه ظریفي هم د درېیو کلونو لپاره د ټاکنو کمېسیون غړې ټاکل شوې. اغلې ظریفي شمالي بلخ ولایت کې زیږېدلې او سوداګریز مدیریت یې لوستی. هغه د مدني ټولنو له خوا د ټاکنو کمېسیون غړیتوب ته نومانده شوې وه.

مسافر قوقندي هم د درېیو کلونو لپاره د ټاکنو کمېسیون غړی ټاکل شوی. نوموړی د شمالي فاریاب ولایت دی چې په ټولنیزو علومو کې ز زدکړې کړې دي او د ملي اعتدال ګوند له خوا دغه پوست ته معرفي شوی و. نوموړی وړاندې د افغانستان د سودګرۍ او صنعت وزارت ویاند و.

حبیب الرحمن ننګ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء د ریاست لپاره ټاکل شوی. نوموړی طب لوستی او د مدني ټولنو له خوا دغه پوست ته نوماند شوی و.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي

زهرهبیان شینوارې د پنځو کلونو لپاره د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون غړې ټاکل شوې. هغه د کابل شمال پروان ولایت کې زیږېدلې او په حقوقو کې یې زدکړې کړې دي. اغلې شینوارې د ملي سولې ګوند له خوا دغه پوست ته معرفي شوې وه.

د انځور حقوق Social media
Image caption د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون د دارالانشاء مشر او غړي (له ښۍ خوا) پاس: زهره بیان شینوارې، محمد قاسم الیاسي، مولوي دین محمد عظیمي؛ لاندې: سید قطب الدین رویدار، محمد یونس طغرا او چمن شاه اعتمادي

محمد قاسم الیاسي هم د پنځو کلونو لپاره د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون غړی ټاکل شوی. ښاغلی الیاسي د غزني ولایت دی او فلسفه کې دوکتورا لري. نوموړی د افغانستان اسلامي حرکت ګوند له خوا دغه پوست ته نوماند شوی و. الیاسي کابل کې سږ کال پارلماني ټاکنو ته نوماند و، خو په لومړي لیست کې یې نوم رانغی.

مولوي محمد عظیمي هم د پنځو کلونو لپاره د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون غړی ټاکل شوی. ښاغلی عظیمي د غور ولایت دی او ځان په جزا او جرم پېژندنه کې کارپوه معرفي کوي. نوموړی د جمعیت ګوند له خوا دغه پوست ته معرفي شوی و. هغه مخکې د افغانستان پارلمان کې د کار تجربه هم لري.

سید قطب الدین رویدار د درېیو کلونو لپاره د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون غړی ټاکل شوی. ښاغلی رویدار شرعیاتو کې زدکړې کوي او د افغانستان د خلکو د حرکت ګوند له خوا دغه پوست ته معرفي شوی. هغه په تېرو پارلماني ټاکنو کې له کابل حوزې نه نوماند و، چې لومړي لیست کې یې نوم رانغی.

محمد یونس طغرا هم د درېیو کلونو لپاره د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون غړی ټاکل شوی. ښاغلی طغرا د شمالي فاریاب ولایت اوسېدونکی دی. هغه په مدیریت کې زدکړې کړې دي او د افغانستان د اسلامي ملي جنبش ګوند له خوا دغه پوست ته کاندید و. نوموړی هم تېرو پارلماني ټاکنو ته کاندید و، چې لومړني لیست کې یې نوم رانغی.

چمن شاه اعتمادي د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون د مشر په توګه ټاکل شوی. هغه د غزني ولایت دی او دیني علوم یې لوستي. نوموړی د افغانستان اسلامي وحدت ګوند له خوا دغه پوست ته معرفي شوی و. ښاغلی اعتمادي وړاندې ولسي جرګه کې د غزني استازی و.

ورته مطالب