دوحه کې د سولې خبرې نهمه ورځ هم روانې دي

قطر د انځور حقوق QATAR OFFICIAL SOURCES

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان سولې روانو خبرو پر نهمه ورځ له غرمې مخکې امریکايي استازي او طالب مرکچیان د تړلو درازو تر شا خبرو ته کېناستل.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو ۱۳ کسیز پلاوی او د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی تېره شپه تر ناوخته پورې پر بحث او خبرو بوخت وو.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر تر یوې اونۍ پورې په دې خبرو کې له ګډون کولو وروسته پرون چارشنبې له دوحې ستون شو.

ملا برادر او خلیلزاد په دوحه کې سره ولیدل

د طالبانو او امریکا خبرې له پیل تر اوسه

ملا برادر قطر کې له ازبکستاني وزیر سره پر څه غږېدلی؟

خو امریکايي پوځي اوس هم د خبرو تالار په ممنوع الدخول دهلیز کې لیدل کېږي.

بل خوا ویل کېږي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور ملا عبدالحنان عمري هم تازه په قطر کې د روانو خبرو له دغه بهیر سره یو ځای شوی دی.

امریکايان وايي له ترهګرۍ سره مبارزه، په بین الافغاني خبرو ټینګار، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل او د اوربند ټينګښت د دغو خبرو مهم موضوعات دي، خو بل لور ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې وايي، د اوس لپاره په قطر کې یوازې پر دوو موضوعاتو خبرې کېږي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو او د افغانستان خاوره د چا په ضرر نه کارولو موضوعات دي.

د نوموړي په وینا له دې ور ها خوا د اوس لپاره پر نورو موضوعاتو چې په امریکایانو پورې اړه نه لري، خبرې نه دي شوې.

بل لور ته طالبانو ته یوې نېږدې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې واخلو بي بي سي ته وویل داسې نه ښکاري چې دا خبرې دې نن هم پای ته ورسېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، که د زلمي خلیلزاد په مشرۍ خبرې کافي پرمختګ وکړي، نو دی به خپله خبرو کې د ګډون لپاره وکولای شي قطر ته لاړ شي.

د تړلو دروازو تر شا دغو خبرو ته که څه هم له بېلابېلو نظرونو کتل کېږي، خو دلته په دوحه کې د دغو خبرو په اړه تحلیل او حس مثبت دی، امریکایان هیله من ښکاري چې د طالبانو د باصلاحیته کسانو په حضور کې به د پنځم پړاو دا خبرې یوې نتیجې ته ورسېږي.

له دې مخکې وړمه ورځ (مارچ پنځمه) د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په قطر کې د امریکايي استازو او طالبانو تر منځ خبرې ډېرې پېچلې وبللې، خو نوموړي د پرمختګ هیله وښوله.

ښاغلی پومپیو وویل که د زلمي خلیلزاد په مشرۍ خبرې کافي پرمختګ وکړي، نو دی به خپله وکولای شي قطر ته لاړ شي او خبره نوره مخکې یوسي.