زدکړه عمر نه غواړي، انا بیا لوړو زدکړو ته مخه کړې

  • 11 مارچ 2019 - 20 کب 1397
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په افغانستان کې لا هم د ښځو په ځانګړي ډول هغوی لپاره چې عمرونه يې پاخه وي، لوړې زدکړې ستونزمن کار دی.

په افغانستان کې د ښځو لپاره د لوړو زدکړو ترسره کول ستونزمن کار دی، خو د دې هېواد په لوېدیځ کې ظاهراً د یوه ټولنیز او کلتوري بدلون نښې څرګندېږي.

په لسګونو د پاخه عمر ښځې په هرات کې اوس په لوړو زدکړو بوختې دي.

د هغو زدکوونکو له ډلې چې لمسیان لري یوه فروزان صدیقي ده. په کور کې هم له خپلو نږورانو سره کله کله مرسته کوي، خو اصلي شوق یې د ادبیاتو لوستل دي.

مېرمن صدیقي اوس په یوه خصوصي پوهنتون کې د ادبیاتو د درېیم کال محصله ده. وایي په ځوانۍ کې شرایط ورته برابر نه و خو اوس کولی شي:

"د افغانستان وضعیت هغه مهال ډېر خراب و. ما هم اولادونه درلودل. کور کې چا نه پرېښودم چې درس ووایم. تر دوولسمه مې هغه مهال په ډېر زور درس ویلی. بیا طالبان راغلل او پاتې شوم. د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ښوونکې شوم. دولس کاله مې کار وکړ او بیا مې لوړې زدکړې شروع کړې اوس مې درېیم کال دی."

'چې ماسټري ونه کړې نه دې پرېږدو'

مېرمن صدیقي ظاهراً نه غواړي چې بل کال د لیسانس په اخیستلو سره له زدکړو لاس واخلي:

"غواړم ماسټري هم وکړم. ځینې نور ښوونکي راته وایي ته باید تدریس ته دوام ورکړې او باید ماسټري وکړې چې ته نه یې موږ ته کار خوند نه راکوي. دوی ما هڅوي او وایي ماسټري ونه کړې نه دې پرېږدو."

د کهکشان شرق پوهنتون د ادبیاتو مشره نوریه نورزاده وایي خوشاله ده چې په دې پوهنځي کې نیمایي زدکوونکي یې هغه نجونې او ښځې دي چې له دېرش کاله زیات عمر او د زدکړو ډېر شوق لري. وایي دولت هم هغو مامورینو ته چې لیسانس لري مالي امتیاز ورکوي، خو زیاتوي فروزان صدیقي او دې ته ورته ښځې اصلاً د علم شوق لري نه د پیسو.

مېرمن نورزاده وایي: "کله چې د دې ښځو شوق او انګیزه وینو نو پوهیږو چې تر مالي امتیازه لوړه انګیزه لري. موږ د ښوونکیو په غونډو کې تل وایو چې دا ډول کسان باید وهڅوو. دوی د عادي محصلینو پر تله هڅونې ته ډېره اړتیا لري. دا زموږ لپاره د خوښۍ خبره ده چې د لوړ او پاخه عمر ښځې زدکړې کوي."

Image caption مېرمن صدیقي اوس په یوه خصوصي پوهنتون کې د ادبیاتو د درېیم کال محصله ده. وایي په ځوانۍ کې شرایط ورته برابر نه و خو اوس کولی شي

په افغانستان کې په ځانګړې توګه له کابله په وتلو سیمو کې د ښځو لپاره لوړې زدکړی آسانه کار نه وي خو دا چې آن د پاخه عمر ښځې اوس لوړی زدکړې کوي د ډېرو په باور د یوه کلتوري او ټولنیز بدلون نښه ده.

د هرات د والي مرستیاله مونسه حسن زاده وایي:

"دا د یوې خوځنده ټولنې نښه ده چې څوک د زدکړو لپاره سن او عمر ته نه ګوري او په ټولنه کې د څرګنده شتون یوازېنۍ لار دا بولي چې زدکړې وکړي. موږ به دوی هڅوو. موږ داسې تکړه ښځې هم لرو چې یوازې تر دوولسمه یې زدکړې کړې، خو دا ډول مېرمنې به دوی ته هم انګیزه ورکړي چې لوړو زدکړو ته دوام ورکړي."

تراوسه د هغو کسانو شمېر چې په پاخه عمر لوړي زدکړې کوي نه دي مالوم، خو د افغانستان په هره سیمه کې داسې مېرمنې شته چې د خپلو هغو ارمانونو د پوره کولو اراده لري چې په ځوانۍ کې جنګ او کورنیو ستونزو ترې بې برخې کړې. اراده شته که کورنۍ او ټولنه کې چاپېریال ورته برابر شي.

Image caption مېرمن صدیقي په پاخه عمر کې د لوړو زدکړو سربېره د کور کارونه هم کوي.

ورته مطالب