دوحه کې د سولې خبرې جدي ښکاري

کابل د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شرق هوټل چې د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې خبرې همدلته روانې دي

د درېیمې اونۍ په پیل کې هم پر افغانستان د دوحې خبرو پای نه برېښي او امریکایان او طالبان دواړه ظاهرا د جزیاتو په کره کولو بوخت دي.

پرون دوشنبه د کوربه قطر یو شمېر جګپوړي چارواکي هم د دویمې پرله پسې ورځې لپاره د خبرو ځای کې لیدل شوي چې یوازې له طابانو سره یې غونډې درلودې.

د امریکايي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد هم د نورو ورځو په توپیر پرون کرۍ ورځ د خبرو سیمه کې تېره کړه. د بي بي سي شعیب شریفي چې دوحه کې دی د خبرو د دواړو لورو د انځور په اړه وايي، د دوشنبې په ورځ (مارچ ۱۱مه) دواړې غاړې له سهاره تر ماخوستنه پر خبرو بوختې وې.

زلمی خلیلزاد تر ماخوستنه د خبرو خونې ته څېرمه لیدل کېده چې د وقفې په وخت کې به یې پر ټیلیفون په انګلیسي ژبه اوږدې خبرې کولې.

کابل کې پاکستانی سفیر: د دوحې د سولې خبرو مثبتو پایلو ته په تمه یو

د افغان سولې مشورتي لویه جرګه وځنډېده

ملا محمد عمر 'د امریکا یوې اډې ته څېرمه اوسېده'

د تېرې ورځې خبرې تر نورو هغو ډېرې جدي ښکارېدې، ویل کېدل پرون له ماښام لمانځه وروسته یوشمېر جګپوړي قطري چارواکي، چې د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم پکې و، د مرکې خونې ته ولاړل او داسې ښکارېده چې یوازې له طالبانو سره پر خبرو بوخت دي.

وړمه ورځ هم د قطر د بهرنیو چارو وزیر دغو خبرو ته ورغلی و.

د خبرو پر دیارلسمه ورځ خبرې جدي ښکاري. مرکچي پلاوي نه شي ویلی چې ایا نن به کومې پرېکړې ته ورسېږي او که نه.

'سرې کرښې'

ځینو مرکچیانو بي بي سي ته ویلي، خبرو کې پرمختګ شوی، خو دواړې خواوې لاهم 'سرې کرښې' لري چې پرې بحث کوي.

سرچینه وايي، امریکايي او طالب مرکچیان په ډېرو جزییاتو خبرې کوي او ان پر ادبیاتو او د ټکو پر مفهوم هم ډېر غور کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښکاري چې د روانو خبرو له بهیره دواړې غاړې خوښې ښکاري او پایلو ته یې بېړني نه ښکاري.

د مرکچي پلاوي یوه غړي بي بي سي ته ویلي، هڅه یې دا ده چې روانو خبرو کې ډېر ژور فکر وکړي؛ ځکه دا د افغانستان او د سیمې هېوادونو د امنیت او پخلاینې لپاره د لومړۍ خښتې اېښودل دي، چې په وینا یې که دا خښته کږه کېښودل شي، تر پایه به کږه وي.

ښکاري چې د روانو خبرو له بهیره دواړې غاړې خوښې ښکاري او پایلو ته یې بېړني نه ښکاري.

ظاهرا همدا ویل کېږي چې دواړې غاړې له افغانستانه د امریکايي پوځيانو پر وتلو او دا چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد ونه کاروله شي خبرې کېږي. د اوربند مسله هم د خبرو یوه برخه ده.

د دوحې د خبرو ګډونوال وايي، د دوی تر منځ خبرې باید د مرکې له خونې ونه وځي.