په جګړه کې بوخت افغان سرتېری؛ 'بمبارۍ یې د کورنۍ ۱۲ غړي وژلي'

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په دنده بوخت افغان سرتېری؛ بمبار یې د کورنۍ ۱۲ غړي وژلي

تېر یو کال په افغانستان کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو له اړخه وينلړلی کال و.

تازه د افغانستان د ختیځ ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د يوې کورنۍ ۱۲ غړي وژل شوي دي.

په دې قربانيانو کې پنځه د افغان پوځ د هغه سرتېري اولادونه دي، چې د افغانستان په نا امنه میدان وردګو ولايت کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي.

د دې پېښې نور قربانيان د پوځ د سرتېري ورور او د هغه کورنۍ ده. اوس دا سرتېری بېرته کور ته ستون شوی، څو له خپلوانو او خواخوږو سره د دعا مراسم پر ځای کړي.

د انځور حقوق Empics
Image caption د ياغستان پلار وايي، ۱۰ لمسيان، يو زوی او يوه ناوې يې په يوه ورځ خاورو ته وسپارل.

په ننګرهار کې زموږ همکار ذبيح الله رحيمزی د دې کورنۍ لېدو ته ورغلی چې بمبارۍ یې د کورنۍ ګڼ غړي وژلي او ټپیان کړي دي.

د پوځ د ستړي سرتېري په کور کې د غم ټغر خور دی. د خپلو کوچنيو اولادونو د بايللو په وير کې یې سا ستړې ده.

'له طالبانو سره سوله د ترهګرۍ ګواښ ختمېدو په مانا نه ده'

د افغان سولې مشورتي لویه جرګه وځنډېده

ننګرهار: د پوځي عملیاتو پر مهال ملکي خلک وژل شوي

د ډاډګيرنې په پار يې خپلوان او خواخوږي راټول دي. دی له پېښې یوه ورځ وروسته کور ته رارسېدلی دی.

د پوځ سرتېری ياغستان د کابل سويل لوېديځ ميدان وردګو ولايت کې، هغه مهال چې د پوځ د اکمالاتي لیکو ساتنه کوله، په ټېلیفون د ننګرهار د حصارک په ناصرخېلو کې د خپلې کورنۍ له بایللو خبر شو.

وايي، د دې خبر په اورېدو يې پښې او لاسونه سست شول او د خپلې کورنۍ د وژل شويو غړو د لېدو لپاره د افغانستان ختيځ ننګرهار ته را روان شو، خو ډېر ناوخته ورسېد او لیدل يې نصيب نه شول.

د دې کورنۍ خپلوان راټول شوي چې په ډک زړه او لمدو سترګو د پېښې په اړه وغږېږي. نيمه شپه وه چې د دې سرتېري او ورور په جونګړه عملیات پيل او تر سهار يې دوام وکړ.

د ياغستان پلار وايي، ۱۰ لمسيان، يو زوی او يوه ناوې يې په يوه ورځ خاورو ته وسپارل.

دا کورنۍ وايي، د ياغستان ورور ډاکټر و چې د خپلې مېرمنې او پنځو اولادونو سره ووژل شو.

د دې دوو ورونو پلار وايي، له بريده يې درې لمسيان ژوندي پاتي شوي دي.

پېښه داسې مهال شوې چې قربانيان په خوب ويده وو، دا کورنۍ وايي، ځېنې په مخامخ ډزو او څه په هوایي بمبار کې وژل شوي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ويلي وو، په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو يو ځايي قومندان وژل شوی او د سيمې د مقاومت په پايله کې ملکي وګړي ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې په کې ښځې او ماشومان دي.

Image caption ياغستان وايي وژل شوی ورور یې ډاکټر و چې د خپلې مېرمنې او پنځو اولادونو سره ووژل شو

د ننګرهار په لرو پرتو ولسواليو په ځانګړي ډول حصارک، شېرزاد، خوږياڼو ولسوالیو کې تر دې وړاندې هم ورته عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې پر ډېرېدو ځايي قومي مشرانو اعتراض کړی او ويل يې په شپنيو عملیاتو کې د ملکي وګړو ژوند خونديتوب ته پام نه کېږي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په تېر يو کال په ننګرهار کې د ملکي وکړو مرګ ژوبله له پلازمېنې کابل ډېره وه.

ملګرو ملتونو چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ثبتوي ويلي، په ۲۰۱۸ ز کال په افغانستان کې څه باندې ۲۷۰۰ ولسي خلک وژل شوي چې ډېره برخه یې مېرمنې او ماشومان دي.

د پنځو اولادونو وژل کېدو د پوځ دا سرتېری يوازې کړی، اوس ياغستان پاتې او يو دنيا غم يې.

ورته مطالب