په افغانستان کې د سېلابونو ستونزه څه حل لار لري؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وړاندوینې وایي چې په راتلونکي کې به سېلابونه نور هم شدید او ډېر ځله پېښ شي.

سېلاب یوه طبیعي پېښه ده چې د اوبو د ډ‌ېروالي له امله رامنځ ته کېږي. دا اوبه کېدای شي د شدید باران، پر واوره د باران اورېدو، د تودوخې له امله د واورو ژر اوبه کېدلو او یا هم د طبیعي ډنډ او یا جوړو شویو بندونو د نړېدلو له امله رامنځ ته شي چې په خپل مسیر کې د اوبو د کچې په تناسب زیانونه اړوي.

د سېلاب له امله په هېواد کې هر کال لسګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي او په سلګونو کورونه او کرنیزې ځمکې زیانمنې کېږي.

د راپورونو پر بنسټ په افغانستان کې ۷.۵ میلیونه کسان (۲۲.۴٪ نفوس)، یو میلیون کورونه او د ټول هېواد تقریباً ۱۱.۳ سلنه مساحت د سېلاب له خطر سره مخامخ دی.

د سېلاب د نقشو پر بنسټ د افغانستان ټول ولایتونه له سېلاب څخه زیانمن کېدونکې سيمې لري. دا چې په غرنیو سیمو کې د ځمکې میلان لوړ وي نو اوبه ژر له سیمې بهر کېږي او د سېلاب د تخریب سور لږ وي. خو کله چې هوارو سیمو ته رسېږي بیا ډېره سیمه لاندې کوي.

د انځور حقوق USAID, IMMAP
Image caption د ټول هېواد لپاره د سېلابونو د خطر سیمو نقشه لومړی په ۲۰۰۹ کال کې د ناټو په مالي مرسته د IMMAP له خوا جوړه شوه چې نړیوالې ادارې د سېلاب د خطر په سیمو کې ودانۍ جوړې نه کړي.

په وروستیو کې د هېواد په ځینو سیمو کې د اورښت څپو له امله لوی سېلابونه راغلل. د راپورونو پر بنسټ په کندهار کې د تېر باران چې د زېږدیز کال د مارچ له لومړۍ تر دوهمې نېټې یې دوام وکړ، کچه يې په ۳۰ ساعتونو کې ۹۷ ملي متره وه. دا د افغانستان په تاریخ کې بې ساری ریکارډ دی، ځکه پخوا د اورښت لوړه کچه په ۲۴ ساعتونو کې ۶۰ ملي متره ثبت شوې وه، چې اوسنی اورښت د هغې تر یو نیم برابر ډېر دی.

وړاندوینې وایي چې په راتلونکي کې به سېلابونه نور هم شدید او ډېر ځله پېښ شي. په همدې خاطر دغې ستونزې ته جدي پاملرنه په کار ده.

افغانستان کې سېلابونو سره د مبارزې تاریخ

په افغانستان کې له سیلابونو سره د مبارزې پیل ۱۹۴۶ زېږدیز کال ته رسي. چې د سېلاب د زیانونو او د اوبو د مدیریت لپاره لومړی د هلمند سیند په حوزه کې د اوبو د کچې ثبتول پيل شول. له هغې وروسته دا شبکه ټول هېواد ته وغځېده او تر ۱۹۸۰ کلونو پورې یې دوام درلود. بیا د جنګونو له امله تر ۲۰۰۳ کال د اوبو ارقام ثبت نه شول.

د انځور حقوق Getty Images

دا وقفه د سېلابونو او اوبو د مدیریت په برخه کې د ستونزو سبب شوې ده. ځکه د سېلابونو اټکل او مدیریت د اوږد وخت ارقامو ته ضرورت لري. دا ډول تخنیکي ستونزې، جنګونه، ضعیفه حکومتولي، ټیټ اقتصادي وضعیت او د لومړیتوب نشتوالی د دې سبب شوي چې په هېواد کې د سېلابونو په اړه اړین کار و نه شي.

پرمختللي هېوادونه د سیلابونو او طبیعي پېښو د مدیریت لپاره قوي سیستم او زېربنا لري چې کوچنۍ پېښې زیانونه نه شي اړولی. په دې لړ کې هالڼد په اروپا کې او جاپان په اسیایي هېوادونو کې تر نورو مخکښ دي.

د راپورونو پر بنسټ په اسیايي هېوادونو کې د سېلاب له امله ځاني تلفات او په غربي هېوادونو کې مالي تلفات ډېر دي. ځکه چې غربي هېوادونه د سېلابونو له وړاندوینو سره سم په منظم ډول ځایونه تخلیه کېږي.

په افغانستان کې د سېلابونو د تلفاتو شمېر لوړوالی د اوبو د زېرمو نشتوالي، د ښارونو چټکه پراختیا، غیر پلاني سیمو کې ودانۍ جوړول، د سیندونو د ساحو کوچني کول، د سیلاب په اړه د پوهاوي نشتوالی، د اټکل او خبرداري سیسټم نه شتون، پر وخت د سېلاب زیانمنو ته نه رسیدګي او حکومتي ادارو ضعف پورې اړه لري.

د سیلابونو د مدیریت لارې چارې په ودانیزو او غیر ودانیزو برخو ویشل کېږي. په ودانیزو حل لارو کې د سیلابونو د اوبو د زېرمه کولو لپاره د طبیعي حوضونو(زېرمو)، لویو او وړو بندونو او استنادي دیوالونو جوړول شامل دي. په دې برخه کې د ویالو، سیندونو، کانالونو ژورول او پلنول، د پلونو او پلجکونو لوړول هم راځي. د پرمختللو هېوادونو په ښارونو کې ځينې وخت موقتي استنادي دیوالونه د سیلاب پرمهال هم کارول کېږي.

د انځور حقوق Getty Images

غیر ساختماني برخه چې په وروستیو کې يې کارونه ډېره شوې په طبیعي ډول د سیلاب د اوبو د کچې را ټیټول یې هدف دي. په دې طریقه کې هڅه دا ده چې د باران اوبه ژر تر ژره ځمکې ته جذب او یا د حوزې په پورتنۍ برخه کې زیرمه شي. له همدې امله په سیلابي سیمو کې د سیلاب د اوبو لپاره طبیعي زېرمې، د ونو ایښودل، په ښاري سیمو کې د سیلاب لپاره د زېرمې ساحه ټاکل، په کورونو کې د باران اوبه ځمکې لاندې ته هدایت کول، او داسې نور شامل دي. د اوبو دا ډول زېرمه کول مرسته کوي تر څو په لاندینیو سیمو کې د سېلاب تخریب کچه لږ شي.

د ډې ټولو سر بېره د سیلاب وړاندوینه او خبرداری چې اوس عملي او اسانه هم ده تر ټولو غوره حل لار ده. په دې طریقه کې په کمپیوټري موډلونو لومړی د سیلاب وړاندوینه او بیا تر پیښې وړاندې د هغې د تخریب ساحه په ډېر دقیق ډول په نښه کېږي. وروسته بیا هغې ته د سیلاب ضد ودانۍ او یا هم د تخلیې پلان جوړېږي. د بېلګې په توګه په ۱۹۷۰ کال په بنګله دېش کې د سېلاب له امله ۳۰۰۰۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ خو په ۱۹۹۷ کال کې د وړاندوینې د سیسټم په مرسته د همدې کچې سېلاب تلفات ۳۰۰۰ کسانو ته راټيټ شول. پرمختللي هېوادونه د دا ډول پرمختللي سیسټمونو تر څنګ د سیلاب پر وړاندې بیمه هم لري چې د اوسېدونکو مصونیت يې نور هم لوړ کړی.

څه کول پکار دي؟

په وروستیو کې په هېواد کې د سېلابونو له زیانونو څخه د مخنیوي په برخه کې یو څه پرمختګ شوی. د ټول هېواد لپاره د سېلابونو د خطر سیمو نقشه لومړی په ۲۰۰۹ کال کې د ناټو په مالي مرسته د IMMAP له خوا جوړه شوه چې نړیوالې ادارې د سېلاب د خطر په سیمو کې ودانۍ جوړې نه کړي.

دا نقشه بیا وروسته افغان دولت ته وسپارل شوه چې تر اوسه د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اړوند ادارې ورڅخه کار اخلي. په ۲۰۱۷ کال کې د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې (WMO) د افغانستان د هوا پېژندنې له ادارې سره په ظرفیت، عصري کولو او نورو برخو کې مرسته وکړه چې د سېلابونو د پېښو اټکل وکړي. دې ادارې په وروستیو کې ښه پرمختګ کړی او تر ډېره په دقیق ډول وړاندوینې کوي. همدارنګه IMMAP د سېلاب د تخریب سیمې د وړاندوینې سیستم هم جوړ کړی چې یوازې لوړپوړې ادارې کار ترې اخلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وروستیو پېښو کې د افغانستان امنیتي ځواکونو له زیانمنو شویو خلکو سره مرسته وکړه.

په افغانستان کې د سېلابونو لپاره له وړاندوینو څخه کار نه اخیستل کېږي او د پيښو پر وخت او یا له هغې وروسته د زیانمنو کسانو سره مرسته کېږي. غوره به دا وي چې د وړاندوینې سیستم تقویه، پلی او له پيښو وړاندې اقدام وشي.

ځکه حکومت باید ولایتي ښارولۍ د IMMAP له نقشو د استفادې جوګه کړي چې هغوی له نژدې ولس ته د سېلاب زیانمنونکې سیمې په نښه او پر وخت يې تر پوښښ لاندې راولي. همدارنګه د سیلاب له خطر سره مخامخ سیمو کې د ودانیو له جوړولو مخنیوی وکړي.

د دې تر څنګ حکومت باید د سیلاب ضد ودانیو جوړولو لپاره لومړی د کمپیوټري موډلونو او سپوږمکۍ د انځورونو په مرسته د تخریب ساحې معلومې او بیا ورته:

۱ـ لڼد مهال کې استنادي دېوالونه جوړ کړي

۲- منځ مهاله پلان یې دا وي چې سیندونه ژور او لوی کړي

۳- اوږد مهال کې د بندونو لپاره، منظم پلانونه جوړ او پلي کړي چې په راتلونکي کې د دا ډول پېښو د زیانونو مخنیوی وشي.

همدارنګه حکومت باید په سېلابونو کې له زیانونو د مخنیوي لپاره د رسنیو له لارې د پوهاوي پروګرامونه او د پېښو په وخت کې عاجل عملیاتي ټیمونه جوړ کړي.

د دې تر څنګ ولس هم کولی شي د کلي او جومات په کچه ټولنې جوړې او د زیانمنو سیمو لپاره اغېزمن پلانونه جوړ او د پلي کولو لپاره یې له دولتي او نا دولتي ادارو مرستې ترلاسه کړي.

همدارانګه خلک اوس د هوا حالات د موبایل له لارې کتلی شي او د ډېر اورښت د اټکل په وخت کې باید هغه سیمې چې یو ځل سېلاب ځپلې وي، تخلیه شي. ځکه ډېر احتمال شته چې بیا یې سېلاب لاندې کړي.

د لیکوال په اړه:

محمد عاصم مایار د کابل د پولېتخنیک پوهنتون استاد او همدا راز د جرمني په شتوتګارت پوهنتون کې د دوکتورا محصل او څېړونکی دی. د نوموړي د څېړنې موضوع "د اوبو د منابعو مدیریت " ده. په دې لیکنه کې ټول نظرونه او وړاندیزونه په لیکوال پورې اړه لري.